د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي ایران ته: جګړه نغواړو، خو د ځان دفاع کوو


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر

د سعودي عربستان د تیلو پر پایپلاینونو د تېرې اونۍ د بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د سعودي حکومت ایران په دغو بریدونوکې په لاس لرلو تورن کړی دی.

ریاض له دغو بریدونو وروسته وویل چې په سیمه کې ثبات غواړي او نغواړي چې له ایران سره په جګړه کې ښکیل شي، خو د ځان دفاع خامخا کوي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر خبریالانو ته وویل "د سعودي شاهي نظام نه په سیمه کې جګړه غواړي او نه یې هم په لټه کې دی. موږ تر خپلې وسې غواړو چې د جګړې مخه ونیسو، خو شاهي حکومت به په خپل ټول قوت او هوډ سره ځواب ووايي او د ځان او خپلو ګټو دفاع به وکړي."

ایران د سعودي عربستان په پایپ لاینونو باندې په برید کې لاس لرل په کلکه رد کړي دي. د دغو بریدونو مسولیت د یمن د حوثي شیعه یاغیانو ډلې اخیستی دی. تر دغو بریدونو شاوخوا دوې ورځې مخکې د متحدو عربو اماراتو په ساحل کې د سعودي پر بېړیو او د تیلو په دوو ټانکرونو هم بریدونه وشول.

په همدې حال کې د سعودي پاچا د خلیج پر هېوادونو غږ کړی دی چې د مۍ په ۳۰نيټه په مکه کې بېړنۍ غونډه وکړي او په سعودي عربستان باندې د برید په اړه خبرې وکړي.

د سعودي چارواکي داسې مهال دا خبره کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې هم ډېرې خړې پړې شوي دي. واشنګټن سیمې ته بي-٥٢ ډوله بمبارد الوتکې پوځي الوتکې لیږدونکې بېړۍ او نور پوځي تجهیزات استولي چې دایران د ممکنه خطر او ګواښ مخه ونیسي، خو وايي چې له ایران سره د جکړې نیت نلري.

XS
SM
MD
LG