د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې، ایران او خلیج هیوادونو د جولان په اړه د ټرمپ پریکړه رد کړه


روسیې، ایران او د خلیج څلورو هیوادونو د امریکا د ولسمشر د هغه دریځ په اړه اعتراض کړی چې په رسمي توگه یې د جولان غونډۍ د اسرائیلو د حاکمیت د برخې په توګه وپېژندلې.

سعودي عربستان، بحرین، قطر او کویټ، چې په سیمه کې د امریکا نژدې متحدین او د امریکایي اډو کوربانه دي، د ښاغلي ټرمپ په تصمیم یې انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دغه غونډۍ د عربانو ملکیت دی چې اشغال شوي دي.

سعودي عربستان ویلي چې د امریکا دغه اقدام د منځني ختیځ د سولې پر بهیر او همداشان د سیمې په امنیت او ثبات باندې ناوړه اثر کوي. سعودي عربستان همداشان د امریکا دغه تصمیم د ملگرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو خلاف بللی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وایي د هیواد جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي "تصور یې نشو کولای چې په امریکا کې یو شخص د ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو خلاف د یو هیواد ځمکه یو بل استعارګر هیواد ته ورکوي... دا ډول اقدام په اوسنۍ پیړۍ کې بیساری دی."

پدې ترڅ کې د روسیې د جمهور رئیس ویاند دیمیتري پسکوف، ویلي چې د امریکا د جمهور رئیس دغه تصمیم کولای شي په سیمې منفي اثر وکړي. هغه وویل ټاکل شوې چې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سوریې د جمهور رئیس سره په لیدنه کې چې په مسکو کې کیږي پدې اړه خبرې وکړي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ (مارچ ٢٥) پداسې حال کې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې په څنگ کې ولاړ و، په سپینه ماڼۍ کې یې د جولان پر لوړو باندې د اسرائیل د مالکیت په رسمیت پیژندلو په اړه اعلامیه لاس لیک کړه.

اروپایي ټولنې هم ویلي دي چې د جولان غونډۍ یوه "اشغال شوې سیمه" ده او زیاته کړې ده چې د اروپایي اتحادیې موقف پدې هکله ندی بدل شوی. د اروپایي اتحادیې ویاند ټینگار کړی چې نړیوالو قوانینو ته په پاملرنې د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت ادعا په رسمیت نه پیژني.

اسرائیل په ١٩٦٧ کې د منځني ختیځ د جنگ پر وخت دغه سیمه د سوریې نه نیولې وه او په ١٩٨١ کال کې یې هغه د اسرائیل د یوې برخې په توگه اعلان کړه. خو نړیوالې ټولنې تر اوسه د جولان غونډۍ د اسرائیل ملکیت نه دی گڼلی.

XS
SM
MD
LG