د لاس رسي وړ اتصالات

راپور: ‌ایران یمن ته وسلې قاچاق کوي 


مسئولین وایي‌ چې دا وسلې هم حوثي یاغیانو ته قاچاق کېدې
مسئولین وایي‌ چې دا وسلې هم حوثي یاغیانو ته قاچاق کېدې

ملګرو ملتونو موندلې ده چې په دې وروستیو کې د عرب په سمندر کې قاچاق کېدونکې زرګونه نیول شوې وسلې د ایران له یو سرحد څخه راتللې.

د یمن په اړه د ملګرو ملتونو د یو پلاوي په محرم راپور کې ویل شوي دي‌ چې تهران یمن او نورو سیمو ته وسلې قاچاق کوي. والسټریټ ژورنال نن یکشنه جنورۍ نهمه (مرغومې۱۹) د ملګرو ملتونو د دغه محرم راپور په استناد دا خبر خپور کړی دی.

راپور وايي‌ چې په روسیې، چین او ایران کې جوړې شوې وسلې په کښتیو او ځمکني ترانسپورت کې یمن ته انتقالیږي چې د شیعه حوثي یاغیانو لاس ته ورشي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کې په دغې ډلې باندې د وسلو بندیز ولګوه. ایران د دغې ډلې او د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن د پېژندل شوي حکومت تر شا ولاړ دي.

ریاض له څو کلونو راهېسې ایران تورنوي چې یمن ته وسلې قاچاق کوي،‌ خو تهران دا تورونه ردوي.

راپور وايي چې په وروستیو میاشتو کې د امریکا بحري ځواکونو چې کومې قاچاق کېدونکې وسلې نیولې دي،‌ په هغوی کې راکټ لانچرې، ټوپکونه او نښه وېشتونکي شامل دي.

والسټریټ ژورنال د ملګرو ملتونو د راپور په اساس لیکلي‌ دي په کومو کښتیو کې چې دا وسلې بار وې،‌ د ایران د «جاسک» له سمندري سرحد څخه روانې شوې وې.

رپوټ دا هم وايي چې دا معلومات یې د کښتیو د ماڼوګانو او عملیې سره د مرکو او د کښتیو د لارښوونکو وسائیلو د معلوماتو په اساس راټول کړي دي.‌

خو په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو د اطلاعاتو وزارت مرستیال د فرانسې خبري اژانس ته دا خبره رد کړې چې ګنې هغوی ته له ایران څخه وسلې قاچاق کېږي. ایراني چارواکي وايي ‌چې دا وسلې نه په چا خرڅې شوې او نه بل هېواد ته انتقال شوي دي.

په یمن کې له ۲۰۱۴ راهېسې جګړه روانه ده.‌ د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د یمن په جکړې کې به د کال تر پایه مستقیمآ او غیر مستقیمآ ۳۷۷۰۰۰ خلک وژل کېږي. د یمن د شاوخوا ۳۰ میلیون نفوس ۸۰ سلنه یې ضروري‌ بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG