د لاس رسي وړ اتصالات

عراقچي له طالبانو سره د ایران د کتنو په اړه غني ته معلومات ورکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي نن شنبې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني سره کتلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې په ورځ د «مرغومې پر۱۵مه» په یوې اعلامیې کې ویلي چې " عراقچي له طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهور رئیس غني ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ."

بیان زیاتوي چې دواړو لورو په دغه کتنه کې د دولت په دولت د هر اړخیزو اړیکو پر ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پر پروسې او له چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې کړي‌ دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي،دواړو لورو په دغه کتنه کې په ټولو ابعادو کې پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په تېره یوه میاشت کې ایراني چارواکو د وسله والو طالبانو له استازو سره دوه ځله کتلي دي.

ایران هم د طالبانو له استازو سره خبرې کړي

طالبانو بیا له ایراني مقاماتو سره کتلي دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د«مرغومې میاشتې پر لسمه» ویلي و چې ښاغلي عراقچي د وسله والو طالبانو له استازو سره پر افغان سولې او یو لړ نورو مسايلو باندې خبرې کړې وې.

دا په روانه میاشت کې کابل ته د دوهم لوړپوړي ایراني چارواکي سفر دی.

د روانې میاشتې پر پنځمه د دغه هېواد د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني هم پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره کابل ته راغلی و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هڅې زیاتي شوي دي.

XS
SM
MD
LG