د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ چارچاپېره کلکې وسپینزې کټاري لګول کیږي


سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

د امریکا د پټو امنیتي خدمتونو اداره چې د ولسمشر د امنیت ساتل یې هم مسولیت دی پلان لري چې د سپینې ماڼۍ چارچاپېره کلکې وسپینیزې کټارۍ ولګوي.

دا اقدامات د سپینۍ ماڼۍ د امنیت د لا خوندیتوب لپاره کیږي. په دې وروستیو کلونو کې څو کسانو هڅه کړې وه چې د سپینۍ ماڼۍ له اوسنیو کټارو واوړي.

نوې کټاري به تر اوسنیو کټارو پلنې، کلکې، څلور مېتره لوړې او په پرمختللې تکنالوژۍ سنبالې وي چې اوښتل به پرې اسان کار نه وي.

په لومړي ځل د امریکا یو پخواني ولسمشر توماس جفرسن په ۱۸۰۰ کلونو کې د سپینې ماڼۍ چارچاپېره د کټارو د جوړولو او لګولو امر وکړ. څو کاله وروسته بیا د لرګیو لګول شوې کټارې لېرې شوي او په ځای یې د تېږو دیوالونه ودرول شول.

په ۱۸۱۹ کې د سپینې ماڼۍ د دغو دیوالونو ځینې برخې وسپنیزې شوې او لا هم شته دي. هغه مهال دا کټارې د دې لپاره لګول شوې وې چې حیوانات سپینۍ ماڼۍ او د دغې ماڼۍ انګړ ته داخل نشي، خو خلکو ته اجازه وه چې د ماڼۍ باغچو ته ولاړ شي.

په ۱۸۶۵ او ۱۹۰۱ کلونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو درې ولسمشران ووژل شول او له هماغې وروسته چارواکو د سپینې ماڼۍ چارچاپېره امنیتي‌تدابیر کلک کړل او په ۱۹۲۰ کې دغې ماڼۍ ته له اجازې پرته ننوتل هم منع شول.

ټاکل شوې چې دا نوې وسپنیزې کټارې به تر ۲۰۲۱ پورې ولګول شي.

XS
SM
MD
LG