د اسرائیل د پوځ لوی درستیز سه شنبه اکټوبر ۲۹ ( لړم اتمه) ایران ته خبرداری ورکړ که پدې هیواد د غچ اخیستو په خاطر بریدونه وکړي، "سخت ګوزار" به ورکړي.
ډګر جنرال هرزي هالوي دا څرګندونې هغه نظامي پرسونل ته په وینا کې وکړلې چې د همدې تیرې شنبي په ورځ یې په ایران کې یې نظامي اهداف وویشتل.
اسرائیل دا بریدونه د ایران د بالاستیک توغندیو برید په غبرګون کې کړي و او ایران یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د بدل اخیستو په خاطر به په اسرائیل کې دننه اهداف وولي.
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز همدارنګه وویل چې په ایران باندې د شنبې ورځې په بریدونو کې یو شمیر اهداف پدې خاطر ندي ویشتل شوي چې که ایران د بدل اخیستو په خاطر بیا په اسرائیل برید وکړي، پدې اهدافو به سخت ګوزارونه وشي.
جنرال هالوي زیاته کړه، " که ایران په اسرائیل د توغندیو وارولو بله اشتبا وکړي، مونږ به یو ځل بیا پوه شو چې ایران ته څرنګه ولاړ شو او سخت، سخت ګوزار ورکړو".
ها خوا بیا ایراني چارواکو تائید کړې چې اسرائیل د دې هیواد په پاتخت تهران او ځینو نورو سیمو کې نظامي اهداف ویشتي دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې ددې بریدونو زیان "محدود" و.
د ایران روحاني مشر ایات الله علي خامنه اي بیا د اکس په شبکې کې لیکلي و چې د اسرائیل برید په هکله باید مبالغه ونشي او نه هم کمزوری وبلل شي.
خامنه اي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، د اسرائیل دا برید یې "ناسمه محاسبه" بللې.
اسرائیل او ایران په یو بل دا بریدونه داسې مهال کوي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس او په لبنان کې د اسرائیل – حزب الله تر منځ د جګړې له کبله په منځني ختیځ کې وار د مخه د پراخې جګړې پیل کیدو اندیښنې شته دي.
په ایران دا تور دی چې د حماس او حزب الله تر شا ولاړ دی.
په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو تیره ورځ یو ځل بیا پرته لدې چې جزیات ورکړي او یا شواهد وړاندې کړي، وویل ایران د اسرائیل تبا کولو لپاره اتومي وسلې جوړوي.
نیتنیاهو پدې هکله وویل، "ایران کوښښ کوي د اتومي بمونو ذخیره جوړه کړي چې مونږ پرې تبا کړي. ایران غواړي د لیرې واټن توغندي او بین القاروي توغندي ولري".
ایران بیا دا نه مني چې ګواکې اتومي پروګرام یې د وسلو جوړولو په خاطر دی او پدې ټینګار کوي چې دا پروګرام یې سوله ایز اهداف لري او توغندي د خپل ځان د دفاع په خاطر جوړوي.
فورم \ دبحث خونه