د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس په غزه کې د اوربند د ځنډېدو خبر ورکړی


غزه کې د اسرائیل پلي ځواکونه د حماس د وسله والو پرضد په عملیاتو بوخت دي.
غزه کې د اسرائیل پلي ځواکونه د حماس د وسله والو پرضد په عملیاتو بوخت دي.

حماس او اسرائیلي چارواکو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ دوهمه) وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ په غزه کې د اوربند د هوکړې په پلي کولو کې ځنډ راغلی دی.

دواړو خواوو په عین وخت کې تمه ښودلې چې د حماس سره د ۵۰ یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په غزه کې د اوربند پر سره هوکړه ښايي د جمعې له ورځې وروسته پلې شي.

ټاکل شوې وه چې په غزه کې سر له پنجشنبې د څلورو ورځو دپاره اوربند وشي، خو یو فلسطیني چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د یرغمل شویو کسانو د لیست او د هغوی د خوشې کیدو د څرنګوالي په اړه په "وروستۍ شیبې کې" اختلافات څرګند شوي دي.

د خبرو اترو له بهیر څخه باخبره دغه چارواکي ویلي چې د خوشې کېدونکو یرغمل شویو کسانو لیست د دواړو خواوو ترمنځ تبادله شوی، خو مصر ته د هغوی د رسېدو وړاندې او همدارنګه هغو یرغمل کسانو ته چې لا تر اوسه یې د خوشې کېدو پر سر هوکړه نده شوې، د سره صلیب د سازمان د لاسرسي په اړه پوښتنې او مخالفتونه څرګند شوي دي.

دغه چارواکي چې نوم یې ندی ښودل شوی، همدارنګه ویلي چې د اوربند د پلي کېدو پر سر د مخالفتونو د هواري او موافقې په صورت کې به د امریکايي او مصري چارواکو سره په همغږۍ، د منځګړي هېواد قطر له خوا "په راتلونکو څو ساعتونو کې" اعلان وشي.

د اسرائیل چارواکو هم ویلي چې په غزه کې څلور ورځنی اوربند او د یرغمل شویو خوشې کول به لږ تر لږه د جمعې تر ورځې پورې پیل نه شي.

د اسرائيل د ملي امنيت مشاور تزاچي هانيګبي په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه زموږ تماسونه په پرله پسې ډول پرمختګ کوي او دوام لري... د یرغملو خوشې کېدل به د دواړو خواوو ترمنځ د اصلي موافقې له مخې پیل شي. کیدای شي دا کار له جمعې وړاندې ونشي."

یو بل اسرائیلي چارواکي وویل چې په جګړه کې موقتي وقفه به هم د تمې سره سم د پنجشنبې په ورځ پیل نشي.

دا موافقه د غزې په تړانګه کې له څو اونیو خونړیو جګړو وروسته رامنځته کیږي.

د اکتوبر په اوومه په اسرائیل کې د حماس د برید په پایله کې د اسرائیلي مقاماتو په خبره، نږدې ۱۲۰۰ اکثره ملکي خلک ووژل شول او ۲۴۰ تنه یرغمل ونیول شول.

به ځواب کې اسرائیل د حماس تر کنټرول لاندې غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې د حماس د چارواکو په خبره، تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او زرګونه یې ماشومان دي.

د پلان شوي اوربند جزئیات

د تړون له مخې، ټاکل شوې چې د ۵۰ اسرائیلي یرغملو او ۱۵۰ فلسطیني قیدیانو د خوشې کېدو وروسته د غزې په روانه جګړه کې بشردوستانه وقفه پلې شي.

د درېو په بدل کې د یو خوشې کیدونکي یرغمل اسرائیلیان ټول میرمنې او یا د ۱۸ کالو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان ښودل شوي دي.

د حماس یو جګپوړي چارواکي د تیلیفون له لارې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "د روان وضعیت سره تړلي ځینې خنډونه رامنځته شوي"، خو هیله یې ښودلې چې "داسې تېروتنه به ونه شي چې په اوربند منفي اغیزه وکړي او یا یې مخه ونیسي."

دغه چارواکي همدارنګه ویلي: "منځګړي د دواړو خواوو تر منځ په خبرو لګیا دي او فضا لا هم رغنده ده."

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د پنجشنبې په ورځ وویل چې خبرې اترې دوام لري او په مثبت ډول پرمختګ کوي.

هغه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اوربند د پلي کولو وخت به "په راتلونکو څو ساعتونو کې اعلان شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG