د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او حماس اوربند وکړ؛ ۵۰ یرغمل شوي کسان خوشې کیږي


اسرائیل او حماس په سیمه ایز وخت چارشنبه نومبر ۲۲ (لړم ۳۱) د څلورو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ چې له مخې به یې د حماس ډله لسګونه کسان چې اکټوبر ۷ مې برید کې یې یرغمل کړي و، خوشې کړي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت کابینې تقریباً ټوله شپه د اوربند په موافقې بحث وکړ او منظور یې کړ. پخپله نتنیاهو د کابینې وزیرانو ته ویلي چې دا پریکړه سخته خو پر ځای ده.

د حکومت یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د موافقې له مخې به څلور ورځې نظامي عملیات بند وي او په مقابل کې به یې د حماس ډله لږ تر لږه ۵۰ یرغمل شوي کسان چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي، خوشې کړي.

دې ویاند همدرانګه ویلي چې د هرو لسو نورو یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو په بدل کې به د اوربند موده یوه ورځ نوره هم وغځیږي.

ها خوا د حماس ډلې د "بشري اوربند" کیدو هرکلی کړی.

دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د موافقې له مخې به ۱۵۰ فلسطینیان چې په اسرائیل کې بندیان دي، خوشې شي.

په غزې کې تقریباً اووه اوونۍ کیدې چې د اسرائیل هوایي بمبارۍ او جګړه وروسته تر هغه پیل شوې چې د حماس ډلې ناڅاپه په اسرائیل برید وکړ، ۱۲۰۰ تنه یې ووژل او د ۲۴۰ په شاوخوا کې نور کسان یې د ځان سره برمته کړل.

د حماس او اسلامي جهاد ډلو تر دې وړاندې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې د موافقې له مخې به په غزې کې په بشپړه توګه جګړه بنده وي او هم به د اسرائیل هوایي بمبارۍ نه کیږي.

ویل کیږي چې د اوربند دا موافقه د قطر په منځګړتوب شوې.

د موافقې پر سره د رایې ګیرۍ څخه وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپل ائتلاف یو شمیر ښي اړخو غړیو لخوا د بغاوت سره مخ و، ځکه ځینو یې داسې ګمان کاوه چې پدې اوربند کې د حماس ډلې ته ډیر امتیاز ورکړل شوی وي.

د اسرائیل د دفاع وزیر یوا ګالانت چې ډیر واک لري، د دې غونډې څخه وړاندې یې ویلي چې دا ډاډ ورته ورکړل شوی چې د اوربند دا موافقه به ددې سبب نشي چې د حماس د له منځه وړلو لپاره جګړه پای ته ورسوي.

هغه ویلي: "په سمدستي توګه چې دا پړاو پای ته ورسید، امنیتي عملیات به په بشپړ ځواک سره دوام ومومي."

په ورته وخت کې د نتنیاهو دفتر هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اوربند معنا د جګړې پای ندی.

د صدراعظم دفتر لخوا په یوې اعلامیې کې ویل شوي: "د اسرائیل حکومت، د اسرائیل پوځ او امنیتي ځواکونه به د ټولو یرغمل شویو کسانو بیرته راوړلو، حماس له منځه وړولو او هغه وخته پورې جګړې ته دوام ورکړي چي یقیني کړي د اسرائیل دولت ته نور ګواښ نشته."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG