د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل صدراعظم ملګري ملتونه د "درواغجنو کور" وباله


د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو سازمان د "درواغجنو کور" وباله.

ښاغلی نتنیاهو دغه څرگندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې نن پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو غړي هیوادونه یو پریکړه لیک ته رایه ورکوي او د امریکا نه وغواړي چې د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو پریکړه بیرته واخلي.

ښاغلي نتنیاهو ویلي "د اسرائیل دولت حتی د پریکړه لیک له تصویب دمخه دغه رایه اچونه په بشپړه توگه ردوي.

د ملگرو ملتونو ١٩٣ غړي هیوادونه د پنجشنبې په ورځ د عربو او مسلمانو هیوادونو په غوښتنه یوه غیر عادي بیړنۍ غونډه کوي. ملگري ملتونه هغه پریکړه لیک ته رایه ورکوي چې د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د امنیت د شورا په غونډه کې ویتو کړ.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دسامبر د میاشتې په شپږمه بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه په رسمیت وپیژاند چې د هغه دغه اقدام د فلسطینیانو، اسلامي هیوادونو او د واشنگټن د لویدیځو متحدینو له لورې د سختو انتقادونو سره مخامخ شو.

د ټرمپ غبرگون

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په هغو هیوادونو باندې به د امریکا مرستې بندې کړي چې د بیت المقدس په اړه د امریکا د تصمیم ضد رایه ورکړي.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د ملگرو ملتونو غړو ته په خطاب کې وویل "هغوی په میلیونونو حتی په میلیاردونو ډالر له مونږ نه اخلي او بیا زمونږ پر ضد رایه ورکوي. مونږ به رایه ورکونه وڅارو".

د مرستو د قطع کولو په هکله د ښاغلي ټرمپ له گواښ وروسته د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د ملگرو ملتونو د سازمان له غړو هیوادونو نه وغوښتل چې د ښاغلي ټرمپ په گواښونو باندې متاثر نشي.

ښاغلي اردوغان وویل "له ټولې نړۍ غواړم چې خپله دموکراتیکه غوښتنه د څو ډالرو په بیه ونه پلوري".

د افغانستان حکومت چې تر ډیره د نړیوالې ټولنې په ځانگړې توگه د امریکا په مرستو تکیه لري هم د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس د پیژندلو سره مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG