د ماشومانو د روغتيا ډاکټران وايي، چې د جنوبي ولايتونو په ډېرو ولسواليو کې د کافي خوراکي توکو د نشتوالي تر څنګ د ماشومانو روغتيا ته نه پاملرنه د هغوى معافيت کمزورى کړى دى.
دغو ډاکترانو د خپلې ژورې اندېښنې په څرګندولو سره امریکا غږ ته وویل چې د ناروغانو سره د لیدنې پر مهال دوی ته څرګنده شوه چې ځینې کورنۍ د ماشومانو پاکوالي ته پام نه کوي.
د دې ډاګټرانو له جملې څخه ډاکټر بصیر احمد وویل: "د مور له خوا د ماشوم شخصي روغتیا ساتل د ماشوم له روغتیا سره ډیر تړاو لري او په دې برخه کې باید د ماشوم د روغتیا او واکسین په برخه کې ټول اړخونو ته پاملرنه وشي."
نوموړی زیاتوي چې د کورنۍ چاپیریال پاک ساتل او د هغوی روغتیا ته پاملرنه به ماشوم د پولیو په ګډون له خطرناکو ناروغیو وژغوري.
ډاکټر بصیر امریکا غږ ته وویل: "ماشومانو باید د ټولو هغو مایکرو ارګانیزمونو څخه خوندي وساتل شي چې بدن ته زیان رسوي، حتی که هغه د هضمي، تنفسي او یا اطراحي وي، که انسان ته تاوان رسوي، باید مخنیوی یې وشي."
ډاکټران د ماشومانو د سالم ساتلو لپاره له ميندو څخه د زياتې پاملرنې غوښتنه کوي، ځکه په جنوبي ولايتونو کې د ماشومانو د ناروغيو شمېر مخ په زياتېدو دی.
د اروزګان د یوې کورنۍ غړې او روغتون کې د یو بستر شوي ماشوم مور، بي بي سکینه د خپل ماشوم د ناروغه کېدو کېسه داسې کوي: "یو کال کیږي چې ناروغ دی، ډاکټر ته مو بوتلو، هغه ووېل چې کولمې یې ستونزه لري، عکسونه مو واخیستل او بیا یې راته وویل چې کمزوری دی، اوس مو دلته بستر کړو، خو ډاکټران وایي چې د نس پړسوب یې د کمزورۍ (خوارځواکۍ) له امله دی."
د ماشومانو د ناروغیو معالج، ډاکتر بصیر احمد وایي، چې د ماشومانو په روغتیا ساتلو کې مېندې باید له ټولو اړیونو لارو چارو کار واخلي ترڅو د ماشوم روغتیا ورباندې وساتل شي.
نوموړي امریکا غږ ته وویل: "هغه ماشومان چې تازه په حرکت راغلي، خاپوړې کوي یا دریږي ترډیره حده پورې غواړي چې د ځمکې څخه هر شی پورته او وخوړي. په دې مرحله کې باید دوی خوندي شي او میندې باید ورته ډیره پاملرنه وکړي. کالي یې په وخت سره بدل کړي او سربیره پردې، د ماشومانو نوکان هم باید پاک وي."
په جنوبي ولایتونو کې د اوبو د ټیټې کچې تر څنګ د چاپیریال عمومي ککړتیا د ټولنې د هر غړي په تیره بیا د ماشومانو د روغتیا لپاره نوې ستونزې رامنځته کړې دي.
د ماشومانو متخصص ډاکټران ټینګار کوي چې د ټولو روغتیایي ستونزو څخه د ماشومانو د ژغورلو غوره لاره په وخت واکسين کول او شخصي حفظ الصحه ده.
فورم \ دبحث خونه