د لاس رسي وړ اتصالات

په ویالو او ډنډونو کې لامبو د پولیو د خپریدو لامل کیږي – روغتیاپالان


په کندهار کې د پولیو د حوزوي مرکز مسؤلین وایي، چې ماشومان د لوبو پرمهال ناپاکو اوبو څخه ګټه اخلي، چې دوی یې اندېښمن کړي.
په کندهار کې د پولیو د حوزوي مرکز مسؤلین وایي، چې ماشومان د لوبو پرمهال ناپاکو اوبو څخه ګټه اخلي، چې دوی یې اندېښمن کړي.

روغتیاپالان وايي چې د اوړي په موسم کې په کندهار کې هوا ګرمه وي او ماشومان په ویالو او ډنډونو کې لامبو وهي، چې دا به د پولیو (ګوزڼ) د خپریدو لامل شي.

دوی وایې، دغه ډنډونه د ګوزڼ ویروس لري او د دې ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي چې کورنۍ باید پر ماشومانو څار ولري.

په یو شمېر ښاري سیمو کې د اوبو د منظم کانالیزسیون د نشتون له امله د ناپاکو اوبو ډنډونه موجود دي.

د پولیو پرضد د مبارزې مسئولین وایي چې چټلې اوبه یا ډنډونه د پولیو ویروس په انتقال کې رول لري.

په کندهار کې د پولیو د حوزوي مرکز یو تن مسئول، ډاکټر جمال الدین یې په اړه وایي چې ماشومان د لوبو پرمهال یادو ناپاکو اوبو څخه استفاده کوي چې دوی یې اندېښمن کړي.

نوموړی زیاتوي، پدې برخه کې د پولیو پروګرام همکار بنسټونه په ګډه کار کوي چې له بیلابیلو لارو څخه د یادې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل: "له بده مرغه د کندهار په یو شمېر سیمو کې ډنډ اوبه شته چې د پولیو د ویروس شتون په کښې خورا لوړ دی، ماشومان د لامبو لپاره ورڅخه کار اخلي چې دا د ویروس د انتقال سبب ګرځي. مونږ د عامه پوهاوي له لارې غواړو خلک پدې وپوهوو چې په ډنډ او ولاړو اوبو کې د ویروس شتون زیات دی او ماشومانو ته یې د انتقال فیصدي لوړه ده، نو باید د خپلو ماشومانو څارنه وکړي."

د پولیو پر ضد د مبارزې مسئولین وایي چې د طبي طرزالعمل له مخې، په چاپیریال کې د ویروس موجودیت له چټلو اوبو څخه د نمونې په پایله کې معلومیږي.

ډاکټرصدیق الله یې په اړه وایي چې د جنوب په بیلابیلو سیمو کې له چاچيریال څخه په ترلاسه شویو طبي معایناتو کې معلومه شوې چې په چاپیریال کې د ویروس موجودیت د ګڼو ماشومانو روغتیا ګواښي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "دا ویروس مختلفو موسمونو کې خپل دوران ته بدلون ورکوي؛ د بیلګې په توګه، د دوبي په موسم کې دیر ژر انتقالیږي. پر کورنیو باندې مې دا غږ دی چې ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ وي، واکسین کړي."

روغتیايي ماهرین وایي چې د پولیو ویروس تر څنګ ناپاکې او ولاړې اوبه د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.‌

پاک چاپیریال او شخصي حفظ الصحه د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې هم ډير مهم بلل کیږي.

د روان میلادي کال په ورستیو میاشتو کې د پولیو درې نوې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په کندهار ولایت کې دي.

له یادو نویو پېښو سره د پولیو ناروغۍ د خپریدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي او ډاکټران وايي چې په مخنیوي کې یې د ټولنې د ټولو خواوو مرسته اړینه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG