د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په اړه پنځو هیوادونو ته د زلمي خلیلزاد سفر


د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د افغانستان په ګډون پنځو هیوادونو ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای ۲۵مه (زمري ۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به افغانستان، قطر، پاکستان، ناروې او بلغاریا ته د خپل سفر پر مهال د یادو هیوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په دوحه او کابل کې به سفیر خلیلزاد د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې پاتې مسائلو د هواري په ځانګړي ډول د بندیانو د وورستۍ تبادلې او تاوتریخوالي کمولو باندې ټینګار وکړي."

اعلامیه وايي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په هدف دواړه لوري تر بل هر وخت د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته نژدې شوي او د بندیانو د تبادلې په اړه هم پرمختګ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "که څه هم د بندیانو په تبادلې کې د پام وړ پرمختګ شوی، خو مسئله د بشپړ حل لپاره اضافي هڅو ته اړتیا لري."

په بیان کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به پاکستان ته د سفر پرمهال هم د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو څخه د پاکستان د ملاتړ تر لاسه کولو په اړه د هغه هیواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاته کړې چې سفیر خلیلزاد به ناروې او بلغاریا ته هم د خپل سفر په ترڅ کې د ناټو له متحدینو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په اړه یادو پنځو هیوادونو ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

جګړو پر داسې مهال زور اخیستی چې د بین الافغاني خبرو په اړه هیلي زیاتوي شوي، خو د عملي تر سره کېدو لپاره یې څرک نه تر سترګو کیږي.

تیره اونۍ په افغانستان کې د د یوناما مشرې ډیبورا لاینز په دغه هیواد کې د جګړې په ښکیلو خواو غږ وکړ چې د جګړې په درولو سره د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

نوموړي ویلي و چې د دې وخت رارسېدلی چې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، بندیان ازاد شي او په راتلونکي لوی اختر کې جګړه ودرول شي.

بلخوا په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې د دوی بندیانو تر خلاصولو وروسته دغه ډله بین الافغاني خبرو ته چمتو ده.

خو افغان حکومت بیا د طالبانو د۶۰۰ بندیانو له خلاصولو سره مخالفت ښودلی او زیاتوي چې هغوی په حق العبدي مسائلو تورن دي.

XS
SM
MD
LG