د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې به د پولیو مشکوکې پېښې تعقیب شي- چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي د هغو مشکوکو ماشومانو چې شل او یا احتمالاً د پولیو اثرات ولري، د دوی روغتیایي ټیمونه یې نمونه اخلي او هغه بیا ځلې تعقیبوي ترڅو د ګوزڼ له مثبتو پېښو پر وخت مخنیوی وشي.

د دوی په وینا د پولیو په مخنیوي کې باید ورسره ټولنه دوامداره همکاري وکړي او د مشکوکو پېښو پرمهال روغتیایي کارکوونکي خبر کړي.

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت چې تر دې مهاله پکې د پولیو یا ګوزڼ کومه مثبته پېښه نده رامنځته شوې، ځایي مسؤولین یې سبب د ټولنې پراخه همکاري بولي.

په خوست کې د کتلوي معافیت ولایتي مسؤول، ډاکټر زاهدالله امیري وایي د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو ایچ او) په مرسته د هغو ماشومانو څارنه کوي چې د بدن کومه برخه یې شل والی ولري او یا خلک ورباندې د پولیو مشکوکې پېښې ګمان وکړي.

ښاغلی امیري زیاتوي، له روغتیايي کارکوونکو سره د خلکو همکاري د پام وړ ده، خو باید دې برخې ته لا نوره توجه هم زیاته شي.

ډاکټر زاهدالله امیري وویل: ”هرهغه ماشوم چې څوک یې ورته رپوټ کي چې پدې کور کې شل یا فلج ماشوم دی هغوی ورځي نمونه یې اخلي او تعقیبوي یې او له ټولنې مو هم دا غوښتنه ده چې په کوم ځای یا کور کې داسې ماشوم وي چې د پولیو مشکوکه پېښه بریښي، نو دوی باید د روغتیا ریاست یا د پولیو اړوند ټیمونه په جریان کې کړي، ترڅو د هغوی دوباره تعقیب لپاره اقدام وکړو.“

د دې ترڅنګ په ټولنه کې هغه ځوانان چې په رضاکارانه فعالیتونو کې له پراخې ونډې برخمن دي وایي چې پولیو ویروس په افغانستان کې وروستۍ مرحلې ته داخل شوی او اوس یې وخت دی چې ټول یې په وړاندې مشترکې مبارزې ته را وړاندې شي.

د خوست ولایت یو رضاکاره ځوانانو، خان الدین انیس امریکا غږ ته وویل: "زما په نظر ګوزڼ ویروس په افغانستان کې اخري مرحلې ته رسیدلی او وخت د دې راغلی چې موږ تاسو ټول د دې ټولنیز آفت څخه د مخنیوي لپاره مشترکې هڅې وکو، ځکه که خدانخواسته یوکس پدې بدمرغه مرض اخته شي، نورو ته هم خطر پېښوي او ټولنه هم متضرره کوي.“

د خوست ولایت بل رضاکار احسان باور بیا وویل: ” تر اخره به د ګوزڼ په ضد خپل غږ اوچت ساتو او دا رضاکارانه فعالیت به د خپلې ټولنې او خپلو ماشومانو د سالمې راتلونکې لپاره کوو، ځکه چې د ټولنې ټول وګړي یوپر بل باندې حقوق لري او هرکار لپاره باید څوک د امتیازاتو په لټه کې هم نشي. ځینې ټولنیز مسؤولیتونه موږ تاسې باید بې له دې چې څوک موږ ته ووایي، مخکې له مخکې وکړو.“

د ګوزڼ په وړاندې د روانو هڅو په لړ کې د روان میلادي کال له پیله تردا مهاله په افغانستان کې د پولیو کومه نوې پېښه نده رامنځ ته شوې، خو په ۲۰۲۳ میلادي کال کې ختیځ زون هغه سیمه وه چې د کال شپږ مثبتې پېښې پکې ثبت شوې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG