د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د ځمکې ښویېدو له کبله نږدې ۱۰۰ تنه مړه شوي


د هند کیرالا ایالت په ویاناد کې د ځمکې ښویېدو وروسته د ژغورنې چارې روانې دي.
د هند کیرالا ایالت په ویاناد کې د ځمکې ښویېدو وروسته د ژغورنې چارې روانې دي.

د هند په کیرالا ایالت کې د سه شنبې په ورځ جولای ۳۰ (زمري نهمه) چارواکو وویل چې د سختو بارانونو په نتیجه کې د ځمکې ښویېدو له کبله نږدې ۱۰۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور له خټو څخه ژوندي ایستل شوي دي.

د کیرالا جنوبي ایالت چې د چای په کرلو مشهور دی، د وروستیو سختو بارانونو له کبله ځپل شوی دی. ددغه ایالت په ویاناد ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدلو له کبله دې سیمې ته غځېدلي سرکونه بند شوي او د مرستې او ژغورنې هڅې یې پیچلې کړي دي.

د کیرالا اعلی وزیر پنارای ویجیان خبریالانو ته وویل چې تراوسه د ۹۳ کسانو مړي موندل شوي دي. هغه زیاته کړه: " دا یو له ناوړو طبیعي افتونو څخه دی چې زموږ هېواد لیدلی دی."

ویجیان وويل چې ۱۲۸ کسان له ژغورل کېدو وروسته د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې وویل: "زما فکر د ټولو هغو کسانو سره دی چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي او د ټپیانو د رغېدو دعا کوم."

د ویاناد په ولسوالۍ کې د غونډیو په لمنو کې یو شمېر د چایو کروندې سهار وختي داسې مهال د ځمکې د ښیېدو له کبله لاندي شوې چې ددې سیمې خلک لا ویده وو.

د هند د طبیعي ناورینونو سره د مبارزې ملي ادارې لخوا خپاره شوي عکسونه ښیې چې د ژغورنې کارکوونکي په خټو کې د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي او جسدونه راباسي.

په سیمه کې زیات شمېر کورونه د خټو لاندې شوي دي. د هند پوځ ویلي چې سیمې ته یې له ۲۰۰ ډېر سرتېري استولي چې د لټون او ژغورنې په هڅو کې مرسته وکړي.

د کیرالا ایالت د محصولاتو وزیر ایم بي راجیش وویل چې تر اوسه پورې له ۲۵۰ څخه ډیر خلک ژغورل شوي دي.

د مودي دفتر اعلان کړی چې د هر قرباني کورنۍ ته به ۲۴۰۰ ډالر (۲۰۰ زره روپۍ) ورکړل شي.

د کیرالا په ایالت کې د سه شنبې په ورځ د نورو بارانونو او قوي بادونو وړاندوینه شوې ده.

د جون څخه تر سپتمبر پورې په هند او سیمه کې شدید موسمي بارانونه د دوبي له ګرمې هوا څخه د خلاصون یوه وسیله او د کرنې لپاره د اړینو اوبو سرچینه ګڼل کیږي. خو دغه موسمي بارانونه د ځمکې ښویدنې او سیلابونو لامل هم کیږي.

په وروستیو کلونو کې د وژونکو سیلابونو او ځمکې ښویېدنې شمیر زیات شوی او کارپوهان وایي چې د اقلیم بدلون دا ستونزه لا پسې پیاوړې کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG