د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا کې د مرګونی سیلاب له امله د مړو شمیر۱۱زرو ته رسیدلی او لس زره کسان بې درکه دي


د لیبیا د درنا سیلاب ځپلی ښار
د لیبیا د درنا سیلاب ځپلی ښار

د لیبیا حکومتي چارواکو د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۶ (وږي ۲۵) وویل چې ددې هیواد د تیرې اونۍ په سیلاب کې د مړو شمیر څه دپاسه ۱۱ زرو ته رسیدلی او لس زره نور کسان بې درکه شوي دي.

په ورته وخت کې لیبیايي چارواکو د اوبو د دوو بندونو د نړیدو په اړه پلټنې پیل کړي چې په یو ساحلي ښار کې د ویجاړونکي سیلاب لامل شول او د ژغورنې ډلې لا هم د مړو د جسدونو په لټون بوختې دي.

د مدیترانې بحیرې د سمندري توپان "ډانیل" له امله رامنځته شوي سخت بارانونه د تیرې اونۍ په پای کې د لیبیا په ختیځ کې د مرګونې سیلابونو لامل شول. سیلابونو دوه بندونه ونړول او د اوبو څو متره لوړو څپو د درنا ښار د مرکز په لور مخه کړه ټول ګاونډ یې ویجاړ کړ او خلک یې په سمندرګې لاهو کړل.

د لیبیا د سرې میاشتې ټولنې په وینا، تر لسو زرو زیات کسان بې درکه دي. ددې پیښې څخه شپږ ورځې تیرې شوې، خو پلټونکي لا هم د خټو او او د ویجاړو شویو ودانیو لاندې د جسدونو او ممکنه ژوندي پاتې شویو په لټه کې دي. د لیبیا سرې میاشتې‌ ټولنې تر دې دمه د ۱۱۳۰۰ کسانو مړینې پخلی کړي دي.

چارواکو او مرستندويه ډلو د یو لړ ناروغیو د خپریدو له امله اندیښنه څرګنده کړې چې د اوبو له لارې انتقالیږياو په عین وخت کې یې ویلي چې په ځپل شویو سیمو کې د وسله والو جګړو له امله پاتې شوي چاودېدونکي توکي هم د خلکو ژوند ګواښي.

دمخه تر دې ملګرو ملتونو د سپتمبر په ۱۴ویلي وو، چې که د لیبیا په کړکیچ ځپلي هیواد کې د بیړنۍ خبرتیا د سیستمونو ښه فعالیت او بیړنیو چارو سم مدیریت سم کار کړی وای د انساني مرګ ژوبلې شمېر به ډیره ټېټه وای.

د ملګرو ملتونو د هوا پیژندنې نړیوال سازمان همداراز خبرداری ورکړ چې نور جګړه ځپلي هیوادونه هم د کمزوري بیړني خبرداري د ورته سیسټمونود نیمګړتیاو په وجه د همداشان ګواښونو سره مخ دي.

خو د لیبیا د هوا پېژندنې ملي مرکز په دغه هېواد کې ۷۲ ساعته مخکې د هوا د خطرناکو اورښتونو په اړه حکومتي چارواکو ته د ایمیلونو له لارې خبر ورکړی وو او له دوی یې وغوښتل چې د مخنیوي تدابیر ونیسي.

د مدیترانې سمندري طوفان "دانیل" د تېرې یکشنبې په ورځ د لیبیا په ډېرو ختیځو ښارونو کې د مرګوني سېلابونو د راوتلو لامل شو، خو تر ټولو زیات ویجاړونکی یې د 'درنا' په ښار کې و.

سخت باران او د اوبو زیاتیدو د 'درنا' ښار په لوړو غرونو کې د دوو بندونو د نړېدو او د ددغه ښار مرکز ته د سونامي په څیر د سیلاب د راتلو لامل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG