د لاس رسي وړ اتصالات

د سپوږمۍ خاوره د نیویارک په ښار کې خرڅیږي


د جولای ٢٠ سپوږمۍ ته د انسان د سفر ۴٨ کلیزه ده
د جولای ٢٠ سپوږمۍ ته د انسان د سفر ۴٨ کلیزه ده

د خاورې هغه نمونه چې نیل ارمسترانگ سپوږمۍ ته د انسان د لومړي سفر په ترڅ کې له ځان سره راوړې وه، اوس د نیویارک په ښار کې پلورل کیږي.

دا خاوره په فضا کې د امریکا د متحده ایالاتو د حضور د ځلانده ورځو څرگندونکې ده چې د دوو نه تر څلورو میلیونو ډالرو پورې ارزښت لري.

امریکایي فضانورد ارمسترانگ، د خاورو دغه نمونه او څو کوچنۍ ډبرې په یوه کڅوړه کې واچولې او له ځان سره یې ځمکې ته راښکته کړې.

ټاکل شوې چې دغه کڅوره هم د جولای په ٢٠ په یو لیلام کې وپلورل شي چې سپوږمۍ ته د سفر د ۴٨ کلیزې په ویاړ جوړیږي.

که هم چې دغه کڅوړه معمولي بریښي خو ډیرې ماجراوی یې لیدلي دي.

هغه کڅوړه چې ارمسترانگ د سپوږمۍ خاوره په کې اچولې وه
هغه کڅوړه چې ارمسترانگ د سپوږمۍ خاوره په کې اچولې وه

دا کڅوړه ځمکې ته له راتلو پس د امریکا په ملي حزانه کې شامله شوه. خو د پیښو په ترڅ کې ورکه شوه او په یو لیلام کې راڅرگنده شوه. یو کس هغه واخیستله او د څیړنې لپاره یې د امریکا فضایي ادارې ناسا ته واستوله.

له یو قانوني جنجال وروسته قاضي ددې کڅوړې مالکیت هغه چا ته ورکړ چې اخیستې یې وه او اوس یې بیا لیلام ته مخه کړې ده.

په هغه لیلام کې چې سپوږمۍ ته د سفر د کلیزې په ویاړ کیږي، یو ١٨٠ شیان چې هر یو یې په یو ډول سپوږمۍ ته د تگ پورې ارتباط لري، خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

په دغو شیانو کې یو عکس هم شته چې ارمسترانگ او د هغه ملگری فضانورد په سپوږمۍ کې ښيي او له دریو نه تر پنځو زرو ډالرو پورې ارزښت لري.

ځمکې ته د فضانوردانو د راستنیدو نقشه چې د ۲۵ نه تر ۳۵ زرو ډالرو پورې بیه لري هم پلورل کیږي.

نیل ارمسترانگ لومړنی انسان و چې د سپوږمۍ پر مخ یې پل کښیښود. هغه په ٢٠١٢ کال کې د اوهایو په ایالت کې له دنیا سترگې پټې کړې.

XS
SM
MD
LG