د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې؛ پاریس ته د بریتانیا د پاچا سفر وځنډید 


فرانسه کې اعتراضونه
فرانسه کې اعتراضونه

د فرانسې د مختلفو ښارونو په مرکزونو کې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته چې په کې تر ۴۰۰ زیات پولیس ټپیان شول، د دغه هېواد ولسمشر ایمانویل مکرون تر سخت فشار لاندې راغلی.

د دغو مظاهرو په ترڅ کې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاروه.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ تر ۴۵۰ زیات مظاهره کوونکي هم ونیول. د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې دا په فرانسه کې تر ټولو خونړۍ مظاهرې دي. مظاهره چیانو د تقاعد عمر ۶۴ کلونو ته د لوړولو پر ضد اعتراضونه پیل کړي دي.


په دې ترڅ کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د هېواد بېلابېل ښارونه د مظاهرو شاهد وو او ځینې دغه مظاهرې په تېره بیا په پاریس کې له تاوتریخوالي سره مل وې.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارونین ویلي چې یوازې په پاریس کې د پنجشنبې په مظاهرو کې، "افراطي انارشیستي ډلو" ددې تر څنګ چې هغه کثافات یې وسوځول چې نه و راټول شوي، د دوکانونو کړکۍ یې هم وسوځولې؛ هغه اقدام چې د پولیسو سره د نښتو لامل شو.

د فرانس پرس اژانس راپور ورکړی چې په ټول هیواد کې د پنجشنبې په مظاهرو کې له یو میلیون څخه زیاتو خلکو برخه اخیستې وه.

د تقاعد د عمر د بدلون قانون په اړه ناندرۍ، چې ولسمشر مکرون د پارلمان له رایې پرته تیره اونۍ په یوه مرکه کې وویل، د تقاعد قانون به د دې کال تر پایه پلي شي. دغو څرګندونو په داسې حال کې چې د ولسمشر په توګه د ده له دویمې دورې څخه یوازې لس میاشتې تېرې شوي، یو لوی داخلي کړکېچ رامنځته کړی دی.

خو د فرانسې د کورنیو چارو وزیر دارونین چې د ولسمشر مکرون په منځلاري حکومت کې سخت دریځي بلل کیږي، د تقاعد له اصلاحاتو څخه شا ته کیدو په اړه د سیاسي مخالفینو او مظاهره چیانو غوښتنې رد کړې.


هغه وویل: "زه فکر نه کوم چې موږ باید د دې تاوتریخوالي له امله قانون بیرته واخلو. که داسې وي نو مانا یې دا ده چې حکومت نشته. موږ باید دموکراتیک او ټولنیز بحث ومنو، خو له تاوتریخوالي ډک بحث نه."

فرانسې ته د بریتانیا د پاچا د سفر ځنډېدل

په عین حال کې، د فرانسې جمهوري ریاست د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې فرانسې ته د بریتانیا د پاچا دریم چارلس سفر، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ ترسره شي، ځنډول شوی دی. ټاکل شوې وه چې درېیم چارلس د مارچ له ۲۶مې تر ۲۸مې فرانسې ته سفر وکړي، خو د اعتراضونو له کبله دغه سفر وځنډول شو.


د فرانسې جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي: "دا پریکړه د دې لپاره وه چې وکړای شو د اعلیحضرت دریم پاچا هرکلی په داسې شرایطو کې وکړو چې زموږ د دوستانه اړیکو څرګندونه وکړي."

د رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د برتانیا د پاچا د لیدنې ځنډیدل به د مکرون لپاره یو "لوی شرم" وي، ځکه هغه تمه درلوده چې د پاچا لیدنه به د دواړو هیوادونو په هڅو کې یو سمبولیک ګام وي چې د له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو وروسته د تیرو کلونو کمزورې اړیکې ورغول شي.


د بریتانیا د صدراعظم ریشي سوناک په دفتر کې یوې سرچینې وویل چې مکرون ددې سفر د لغوه کیدو غوښتنه کړې.

خو د فرانسې جمهوري ریاست ویلي چې دا د بریتانیا او فرانسې د حکومتونو ګډه پریکړه وه، خو ټینګار یې وکړ چې د بریتانیا د پاچا سفر به ژر تر ژره له سره تنظیم شي.

XS
SM
MD
LG