د لاس رسي وړ اتصالات

د 'ملالې بنسټ' د افغان نجونو د زده کړې څخه د ملاتړ په موخه ۱.۵ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د پوهنې فعالې ملالې یوسفزۍ، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم څخه د ملاتړ په موخه ۱.۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

د پوهنې دغې فعالې د جمعې په ورځ، جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵مه) په خپل ایکس پاڼې کې د یو ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز ۱۰۰۰ ورځې تیرې شوي او په ورته وخت کې په میلیونونو افغان ښځې او نجونې د جنسیتي اپارتاید تر سیسټم لاندې ژوند کوي، چې یو سیستماتیک ظلم دی.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړې، پداسې حال کې چې دغه نجونې او ښځې نه شي کولای ښوونځيو ته ولاړې شي او یا هم کار وکړي، خو ددې ټولو سره سره، دوی نه یوازې ددغو ناخوالو پر وړاندې مبارزه کوي، بلکې په پټه زده کړې کوي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی حقونه له پامه وغورځوي.

هغې ټینګار وکړ چې، دوی (افغان نجونۍ او ښځې) پدغه مبارزې کې باید یواځې پرينښودل شي؛ دوی زموږ د ملاتړ او پیوستون مستحق دي. له همدې امله نن ورځ، د ملالې بنسټ، د ۱۳ موسسو سره د مرستې لپاره نور ۱.۵ میلیون ډالر مرسته اعلانوي، کوم چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د فعال ساتلو لپاره په لومړۍ کرښه کې فعالیت لري.

د پوهنې دغې فعالې زیاته کړه، چې دوی به له افغان فعالانو سره خپلو هڅو او غوښتنو ته دوام ورکړي تر څو په افغانستان کې د جنستي اپارتاید په رسمیت وپیژندل شي. هغه له نورو هم وغوښتل چې په دې کمپاین کې برخه واخلي او د نړۍ له مشرانو څخه وغواړي چې په دې برخه کې لاس په کار شي.‌

ملالې وویل: "راځئ چې په یوه غږ ووایو چې طالبانو ته به اجازه ورنکړو چې نجونې د دوی له راتلونکې څخه بې برخې کړي. موږ به اجازه ورنکړو چې جنسیتي اپارتاید عادي شي. موږ د افغان نجونو تر څنګ ولاړ یو."

د ملالې بنسټ په داسې حال کې د نجونو د زده کړې لپاره د نوې مرستې اعلان کړی، چې د نورو بنسټونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم پرون وویل، چې ماشومانو ته د ملاتړ لپاره ډیرې هڅې کوي او د خپلو شریکانو په ملتیا په لومړنیو ښوونځیو کې ۲.۷ میلیونو زده کوونکو او کلیوالي ټولګیو کې ۶۰۰ زره ماشومانو ته چې له دریو څخه دوه برخې یې نجونې دي د زده کړو امکانات برابروي.

د یونیسف د ادارې اجرائیوي رئیسې میرمن روسیل په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ۱.۵ میلیونو نجونو لپاره دغه سیتماتیک محرومیت نه یوازې د هغوی د زده کړو له حق څخه یو څرګند تیری دی، بلکې د فرصتونو د کمیدو او د هغوی پر روحي روغتیا یې هم ناسمه اغیزه کړې ده. د ماشوماشونو په ځانګړي ډول نجونو د زده کړو حق باید چې د سیاسي پریکړو یرغمل نشي. د هغوی ژوند، راتلوونکې، هیلې او خوبونه ځوړند او د ځند سره مخ دي".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیسې ویلي چې پر نجونو د زده کړو د بندیز اغیزې یوازې پر نجونو باندې نه دي: "دا روان بشري بحران لا سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ لار د جدي انشعاباتو سره مخ کوي".

مېرمن روسیل ویلي چې پر نجونو د زده کړو د بندیز اغیزې یوازې پر نجونو باندې نه دي: "دا روان بشري بحران لا سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ لار د جدي انشعاباتو سره مخ کوي".

هغې زیاته کړه، زده کړه نه یوازې فرصتونه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ژغوري او د هغو بحرانونو لکه سیلابونو، وچکالیو او زلزلو پر وړاندې د هغوی مقاومت پیاوړی کوي، چې افغانستان ورسره مخامخ کېږي.

مېرمن روسیل پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په مسله کې بې پرې پاتې نشي او د هغو نجونو ملاتړ وکړي چې تر بل هر وخت ورته اړتیا لري.

هغه وويل، کله چې د يو هېواد نيمايي نفوس شاته پاتې وي ( له زده کړو او کار څخه بې برخې وي) هغه هېواد پرمختګ نه شي کولاى.

په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منځنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG