د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو پر زده کړو د بندیز زر ورځې؛ یونسیف وايي د نجونو زده کړې باید د سیاسی پریکړو ښکار نشي


افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په تیرو دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.
افغانستان کې واک ته د طالبانو بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په تیرو دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې نن پنجشنبه د جون ۱۳( جوزا ۲۴) په افغانستان کې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خواشینوونکي اعلان څخه زر ورځې تیرې شوې او په دغه موده کې په ښوونځیو کې د نجونو د زده کړو لپاره درې میلیارده درسي ساعتونه ضایع شوي دي.

د یونیسف اجرائیوي رئیسې کاترین روسیل په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي: "د ۱.۵ میلیونو نجونو لپاره دغه سیتماتیک محرومیت نه یوازې د هغوی د زده کړو له حق څخه یو څرګند تیری دی، بلکې د فرصتونو د کمیدو او د هغوی پر روحي روغتیا یې هم ناسمه اغیزه کړې ده. د ماشوماشونو په ځانګړي ډول نجونو د زده کړو حق باید چې د سیاسي پریکړو یرغمل نشي. د هغوی ژوند، راتلوونکې، هیلې او خوبونه ځوړند او د ځند سره مخ دي".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیسې ویلي چې پر نجونو د زده کړو د بندیز اغیزې یوازې پر نجونو باندې نه دي: "دا روان بشري بحران لا سختوي او د افغانستان اقتصاد او د پرمختګ لار د جدي انشعاباتو سره مخ کوي".

میرمن روسیل ویلي: "پوهنه یوازې فرصتونه نه برابروي. دا نجونې په کوچنیتوب کې د ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه ساتي او له ناورینونو لکه ناڅاپي سیلابونو، وچکالۍ او زلزلو پر وړاندې چې افغانستان ورسره په پرله پسې ډول مخ دی د هغوی انعطاف پیاوړی کوي".

د یونیسف د ادارې اجرائیوي رئیسې ویلي چې په افغانستان کې ددغې ادارې کارکوونکي افغان ماشومانو ته د ملاتړ لپاره ډیرې هڅې کوي او د خپلو شریکانو په ملتیا په لومړنیو ښوونځیو کې ۲.۷ میلیونو ماشومانو او کلیوالي ټولګیو کې ۶۰۰ زره ماشومانو ته چې له دریو څخه دوه برخې یې نجونې دي د زده کړو امکانات برابروي او هم ښوونکو ته روزنه ورکوي او په دغه هیواد کې د زده کړو د زیربناو د بهیر د دوام لپاره هرڅه چې کولای شي ترسره کوي.

میرمن روسیل ویلي: "لکه چې مونږ ددغه تریخ سخت پړاو یادونه کوو، زه د حاکمو چارواکو [طالبانو] څخه غوښتنه کوم چې ماشومانو ته دې سمدستي د زده کړو د بیرته پیلیدو اجازه ورکړي. زه د نړیوالې ټولنې څخه هم غواړم د دغو نجونو د ملاتړ لپاره دې چې د بل هروخت څخه زیات مونږ ته اړتیا لري بوخت پاتې شي. هیڅ کوم هیواد کله چې نیمايي نفوس یې شاته پریښی وي پرمخ نشي تللی".

د ښوونځیو د پرانیستلو انلاین کمپاین

یونیسف ادارې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د زرو ورځو پوره کیدو پر مهال دا اعلامیه په داسې حال کې خپره کړې، چې د روداري او مصورپه نومونو د بشري حقونو او د نجونو او ښځو د زده کړو د ملاتړ دوو بنسټونو د دغه بندیز د زرو ورځو د پوره کیدو سره هممهاله د "اقرا " په نوم یو انلاین کمپاین پیل کړی دی.

د رواداري سازمان مشرې شهرزاد اکبر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه کمپاین د پیل په اړه ویلي چې د جون په ۱۴مه زر ورځې پوره کېږي چې افغانې نجونې له خپلې انساني او شرعي حق چې تعلیم دی محرومې دي. موږ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره یو غږ پورته کوو او د 'اقراء' کمپاین ستاسې په ډاډ پیلوو".

شهرزاد اکبر له افغانانو غوښتي چې د ښوونځیو د بیرته پرانیستلو لپاره دې دا غږ دې ورسره بدرګه کړي.

ټاکل شوې ددغه انلاین کمپاین په ترڅ کې به دغه دوه بنسټونه د هغو نجونو نظریات شریک کړي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پرهغوی د زده کړو د اغیزو په اړه ورسره خبرې کړي دي. دغو بنسټونو له افغانانو غوښتي چې د نجونو غږونه دې د بیلابیلو لارو څخه په کټې اخیستنې لا اوچت کړي.

د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو یوې فعالې شفیقه خپلواک ددغه کمپاین د پیل پرمهال په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې دغو نجونو په خبرو کې یو ګډ خبره دا وه چې ددغه وضعیت څخه د وتلو لپاره نجونې د خپلو هغو افغانانو په تمه دي چې ددغه بندیز پر وړاندې خپل غږ اوچتولی شي او د هغوی پر وړاندې د بندو ښوونځیو دروازې په پرانیستلو کې مرسته کولای شي.

شفیقه خپلواک ویلي: "زر ورځې وشوې چې د افغان میرمنو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي، زر ورځې وشوې چې میلیونونه نجونې ددې ظلم قرباني دي او د خپل شرعي او بشري حق څخه چې تعلیم دی محرومې دي. له بده مرغه دا شمیر هره ورځ مخ په ډیریدو دی".

دغو بنسټونو له افغانانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم مسله دې په خپلو حجرو، جوماتونو او د کوردننه مطرح کړي او له زده کړو د محرومو نجونو د غږ لا اوچتولو کې دې همکاري وکړي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او په تیرو نږدې دریو کلنو کې یې اصلا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښوونځي نه دي پرانیستي.

طالبانو د نجونو د منخنۍ او ثانوي دورو د ښونځیو د تړلو سربیره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز ولګوه، چې ورسره په ټول افغانستان د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو او د لوړو زده کړو په موسسو کې په بشپړ ډول د نجونو او ښځو تعلیم بند شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمي نه دی او موقتي بڼه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG