د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستانه اروپا ته د تلو په ارمان ډېر ځوانان د سمندر خوراک شوي


پاکستان او افغانستان څخه په قاچاقي لارو اروپا ته تلونکي ځوانان اکثره د سمندر له لارې سفر کوي، چې ډیرې کښتۍ د تخنیکي ستونزو له امله اوبو کې ډوبیږي اود مرګ ژوبلې سبب ګرځي. (عکس ارشیف).
پاکستان او افغانستان څخه په قاچاقي لارو اروپا ته تلونکي ځوانان اکثره د سمندر له لارې سفر کوي، چې ډیرې کښتۍ د تخنیکي ستونزو له امله اوبو کې ډوبیږي اود مرګ ژوبلې سبب ګرځي. (عکس ارشیف).

له تېرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان ډېر ځوانان په دې ارمان دي چې څنګه له پټو او غیرقانوني لارو اروپا ته واوړي، د دوی دا خیال وي چې څنګه یې هلته پل کښېښود نو د ژوند ټولې ستړې به یې ختمې شي. خو دوی نه پوهېږي چې د ډېرو یې د ښه سباون خوبونه د سمندر په څپو کې لاهو شوي دی.

لکه څنګه چې وروستیو غمیزو وښودله؛ په سلګونه پاکستانیان بیا بیا د یونان، لیبیا، او مراکش په سواحلو کې مري. دا ځوانان، چې ډېر یې د پاکستان له پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتونو څخه دي، نه غواړي ولاړ شي، خو د خپل هېواد پر راتلونکې باور نه لري.

د پاکستان د سیاسي حالاتو شنونکی پوهاند قبله ایاز وايي، د ځوانانو په غولولو کې د انساني قاچاقبرانو لوی لاس دی، هغوی ځوانانو ته خیالي نړۍ جوړوي، شنه باغونه ورته ښيي چې ګورئ فلانکی ولاړ، ښه ژوند یې جوړ کړ.

پوهاند قبله ایاز له امریکا غږ سره په خبرو کې زیاته کړه، "دا شنه باغونه چې زموږ ځوانانو ته وښودل شي نو هغوی له یوه یا بل کس څخه پورونه واخلي. او داسې د قاچاقبرانو لاس ته ولوېږي او له یوه قاچاقبر څخه بیا د بل قاچاقبر لاس ته ولوېږي. داسې پېښې هم شوي دي چې دا زموږ ځوانان یې په لوی لاس سمندر ته هم ورپورې وهلي دي. "

په پاکستان کې نهیلۍ وهلي ځوانان چې ژوند یې هره ورځنۍ مبارزه ګرځېدلې ده، اړ دي چې په لوی لاس خپل ژوند په خطر کې واچوي. هغه ځکه چې د دوی په کلیو او بانډو کې ځینې بهر ته تللي کسان خپلو کورونو ته پیسې ورلېږي، نوي کورونه جوړوي، او د خپلو کورنیو په ژوند کې یې مثبت بدلون راوستی دی.

د سیاسي چارو کارپوه پوهاند قبله ایاز وايي، په ملک کې د ځوانانو نفوس په لوی شمېر سره زیاتېږي، بل د پیسو ګټلو، د کاروبار یا تجارت، په سرکاري یا شخصي سکتور کې کار موندنه ګرانه شوې ده، او بهرنیو هېوادونو ته تلونکي ډېری ځوانان د وروسته پاتې سیمو دي. نوموړی زیاتوي، "هغوی په زغرده شتمنېدو په امېد خپل وطن پرېږدي."

بله دا چې په پاکستان کې فرصتونه له منځه ځي. انفلاسیون کورنۍ ورانوي، بیکاري زیاته شوې، او د شتمن بهرني پاکستان‍ي تصور تر بل هر وخت قوي شوی دی. د هر سړک تر شا یوه کیسه شته؛ یو ګاونډی چې برېتانیا ته رسېدلی، یو تره په اسپانیا کې، یا یو ورور چې ایټالیا ته رسېدلی. دوی بیرته راځي، له ځان سره ډالۍ، نغدې پیسې، او د بریا نښې لري. خو هغه قیمت چې دوی د خپل هجرت پرمهال پرې کړی، لکه شکنجه، سپکاوی، او له مرګه تېرېدنې، دا پټې ساتل کېږي.

پوهاند قبله ایاز وايي، په ۲۰۰۳ کال د مخکیني دیکتاتور پروېز مشرف په واکمنۍ کې یوه تګلاره جوړه شوه چې په هره ولسوالۍ کې یو پوهنتون پرانستل شو، لوی شمېر ځوانانو زده کړې پکې وکړي او تر فراغت پس ډېری وزګار پاتېږي. ځکه خو هغوی بهرنیو هېوادونو ته د تلو هڅې کوي.

د دې لپاره په پاکستان کې ډېری کورنۍ خپلې ځمکې پلوري، پورونه اخلي خو په دې لټون کې ډېر یې بیرته یوازې په لرګینو تابوتونو کې خپلو کورونو ته وړل کېږي.

له پاکستانه ځوانان ځان ته د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د جنت لنډه لار برابروي چې تر ایران، ترکیې او لیبیا ورتېرېږي، خو دا په اصل کې د دوزخ مستقیمه لاره ده. ډېری یې وايي چې په دې لار کې له ځورونو، برمته کېدنو، او دوکې سره مخامخ شوي، د لارې په اوږدو کې د دښتو سرو لمبو وهلي دي، یا د سرحدي ځواکونو په مرمیو وژل شوي، یا هم د مدیترانې څپې یې وخوري.

پر همداسې قاچاقي لار د افغانستان د غزني ولایت یو ځوان، چې نه یې غوښتل خپل نوم رسنیز کړي، یوڅو کاله وړاندې اروپا ته تللی دی. هغه له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "زه له افغانستانه ایران ته راغلم، په تهران کی مې یوه میاشت د قاچاقبر په مسافر خانه کی تېره کړه. بیا له هغه ځایه د ایرن لوېدځ ښار تبریز ته راغلو، بیا له هغه ځایه په غرونو کی په پښو د ترکیې تر وان ښاره په دو شپو کی راورسېدو. "

دی وايي، وان د ترکیې او ایران ترمینځ یو سرحدی ښار دی چې بیا له هغه ځایه په لارۍ کی استانبول ته رسېدلی دی. هلته هم د قاچاقبر په مسافر خانه کې اوسېدلو.

نوموړی زیاتوي: "بیا مو له هغه ځایه د یونان پر لور حرکت وکړ، د ترکیې د ایوالک ښارکوټی څخه د یونان میتلیني ټاپو ته په کیښتۍ کی پوری وتو او هلته په کمپ کی درې میاشتی وو او بیا له هغه ځایه د یونان پلازمینی اتن ته ولاړو او بیا له هغه ځایه په کښتۍ کی اټالیا ته راغلو او له اټالیا څخه په اورګاډی کی فرانسی ته او له فرانسي څخه په لارۍ کی لندن ته راورسېدم. "

پر هغه د قاچاقی لارې په اوږدو کې زښته ډیر کړاو تېر شوی. دی وايي، دا لار د مرګ له خطرونو ډکه ده او په لار کی ډېر مهاجر ژوند له لاسه ورکوي.

یاده دې وي چې اروپا ته ورتلونکي نوي کډوال اوس تر ډېره د مهاجر په توګه نه منل کېږي.

پوښتنه دا ده: که په پاکستان کې کار، فرصتونه، او یو سالم اقتصاد وای، دې ځوانانو به خپل ژوند دومره په خطر کې اچولی؟

پوهاند قبله ایاز وايي، پکار ده چې حکومت د هغه ځوانانو لپاره چې په تعلیم کې مخکې نشي تلای، هغوی ته مسلکي هنرونه وښيي، دولتي تګلاره داسې پکار ده چې په هره ولسوالۍ کې په پراخه کچه د هنر ښوولو مرکزونه جوړ کړل شي. ځوانانو ته په کمپیوټر ټکنالوژي کې زده کړې ورکړي. د ښځو لپاره د جامو ګنډلو صنعت کې ډېر زیات فرصتونه دي. ښځې دغه کار د فابریکې لپاره له خپلو کورونو کولای شي. د مصنوعي ګلانو صنعت ډېر لوی کاروبار دی.

نوموړی زیاتوي یوازینۍ حل لاره دا ده چې خلکو ته د روزګار فرصتونه برابر شي. واقعي عامه پوهاوی، په محلي صنعتونو کې پانګونه، او مسلکي روزنه اړینه ده. که نه، دا لړۍ به همداسې روانه وي. قاچاقبران به شتمن کېږي، ځوانان به وځي، او "زموږ زامن به همداسې د سمندر خوراک کېږي. "

قبله ایاز وايي، انساني قاچاقبران یوازې په پاکستان او ایران کې نه دي، هغوی په ډېرو ملکونو کې دي. نو پکار ده چې په دې اړه د ګاونډیو هېوادونو کنفرانس وشي او هېوادونه د انساني قاچاقبرانو د ځپلو لپاره لاسونه سره یو کړي. په هر ښار کې خلک قاچاقبران پېژني‌، هغوی دې ونیول شي، د دوی پروړاندې دې سخت قوانین جوړ کړي او سختې سزاګانې دي ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG