په پاکستان کې چارواکي وایي لیبیا سره نږدې په سمندر کې د کډوالو یوې کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې لږ تر لږه ۱۶ پاکستاني اتباع مړه شوي او لس نور تري تم دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سه شنبه فبروري ۱۱ ( سلواغې ۲۲) ویلي چې د کډوالو دا کښتۍ اروپا ته روانه وه. وزارت ویلي چې ۳۳ پاکستاني اتباع ژوندي ژغورل شوي چې د لیبیا یو روغتون کې یې درملنه کیږي.
د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې د اټکل له مخې ۶۵ تنه سپاره و خو دا یې ندي ویلي چې څومره یې پاکستاني اتباع دي.
صدراعظم شهباز شریف په یوې اعلامیې کې په پیښې کې د مړو شویو کسانو د کورنیو سره ژور خفګان څرګند کړی. ښاغلي شریف د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی چې په پیښې کې د مړو شویو کسانو پیژندګلوي وکړي او د کورنیو سره یې مرسته وکړي.
د پاکستان مشر همدارنګه د انساني قاچاقبرانو پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
ویل کیږي چې د کښتې چپه کیدو په پیښه کې ډیری مړه شوي د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ اوسیدونکي و چې پدې تیرو څو کالونو کې پکې د شعیه ګیانو او سنیانو تر منځ په فرقوي شخړو کې لسګونه تنه وژل شویدي.
د کرم ولسوالۍ اوسیدونکي وایي چې اکثریت ځوانانو لدې سیمې څخه د بې روزګارۍ له کبله اروپایي هیوادونو ته مخه کړې.
دا لومړی ځل ندی اروپایي هیوادونو ته روان پاکستاني کډوال په لارې کې مړه کیږي.
د همدې روان میلادي کال په سر کې هم د لویدیځې افریقا په اوبو کې د کډوالو یوې کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې چې د هسپانیې کنري ټاپوګانو ته روانه وه، ۵۰ تنه ډوب شول او ګمان کیده چې څه باندې ۴۰ به یې پاکستاني اتباع و.
په هسپانیې کې د کډوالو یوې ادارې ویلي چې په کښتۍ کې ۸۰ تنه سپاره و او د کنري ټاپوګانو ته روان و چې په لار کې یې کښتۍ په بل مخ واوښته. دې ادارې ویلي چې په ډوبو شویو کې ۴۴ یې پاکستاني اتباع و خو دا یې ندي ویلي چې پاتې نور یې څوک و.
ډیر کډوال چې غواړي له منځني ختیځ او افریقا لویې وچې څخه اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي، په کښتۍ کې خطرناک مزل له لیبیا پیلوي.
د کډوالۍ لپاره نړیوال سازمان، ( ای او ایم ) ویلي چې تیر کال د لیبیا په سواحلو کې ۶۷۴ کډوال ډوب شوي او څه د پاسه ۱۰۰۰ نور بې درکه شویدي. دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ۲۱۷۰۰ نورو کډوالو مخه نیول شوې چې غوښتل یې له لیبیا څخه اروپا ته ولاړ شي.
فورم \ دبحث خونه