د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د کانګرس غړی: خلیلزاد باید استعفا وکړي


مایک والټز د امریکا د استازو د مجلس غړی
مایک والټز د امریکا د استازو د مجلس غړی

امریکایي قانون جوړونکی مایک والټز وایي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد باید استعفا ورکړي.

ښاغلي والټز له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل:"زه فکر کوم چې خلیلزاد باید استعفا ورکړي. په روښانه د مذاکراتو لپاره د هغه ستراتیژي ناکامه وه.... طالبان هیڅ وخت سولې ته لیوال نه وو."

د امریکا د کانګرس دې جمهوري غوښتونکي غړي زیاته کړه:"یو شمیر کسان په واشنګټن او نړیواله ټولنه کې هڅه کوي څو خلکو ته قناعت ورکړي چې طالبانو تغیر کړی دی، طالبان یوه لنډغره ډله ده چې یوازې د قدرت لټه کوي نه د سولې... هغوی هیڅ وخت مذاکراتو ته جدي نه وو."

زلمی خلیلزاد د امریکا د پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حکومت پرمهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. د بایډن په مشرۍ د حکومت په رامنځ ته کیدو سره ښاغلی خلیلزاد په دې دنده پاتې شو. هغه اوس هم په دوحه کې د افغانستان د مسلې له ښکیلو لورو سره په خبرو بوخت دی.

شاغلي والټز همدارنګه وویل، پر طالبانو او د پاکستان د پوځ پر هغو چارواکو د بندیزونو غوښتنه کوي چې له طالبانو ملاتړ کوي. هغه وویل ، پاکستان د کلونو راهیسې دوه ګونې لوبه پیل کړی ده.

خو پاکستاني چارواکو تل ویلي دی باید په افغانستان کې د طالبانو د کړنو په اړه هغوی مسول ونه ګڼل شي او د هغوی په وینا پر طالبانو د پاکستان نفوذ کم شوی دی.

ښاغلي والټز همدارنګه له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د بایډن په پریکړې انتقاد وکړ او ویې ویل چې بایډن اوس هم کولی شي د افغانستان په اړه په خپله ستراتیژي کې تغیر راولي.

XS
SM
MD
LG