د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: امریکا د کډوالو کمپ ندی


 ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ٢٠١٨ م کال د جون په ١٩ – مه په واشنگټن کې د مستقلو تجارتي کاروبارونو د پنځه اویایمې کلیزې په لمانځلو کې وینا کوي.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ٢٠١٨ م کال د جون په ١٩ – مه په واشنگټن کې د مستقلو تجارتي کاروبارونو د پنځه اویایمې کلیزې په لمانځلو کې وینا کوي.

د ولسمشر ټرمپ متحد استازي غواړي د کډوالو ستونزې ته د امریکا او مکسیکو په سرحد کې قانوني ځواب پیدا کړي. دغه اداره د بی اسنادو کډوالو په وړاندې دنه زغم پالیسي لري. تراوسه پورې تقریبا ٢٣٠٠ ماشومان له خپلو میندو او پلرونو نه جلاکړی شوی دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دکانگرس ماڼۍ ته پرون ددې لپاره ورغی چې د ملت له استازيو سره مجلس وکړي. هغه هڅه وکړله چې هغوی په دې قانع کړي چې دی به دهغوی د هڅو ملاتړوکړي چې د کډوالۍ قانون منظورکړي.

جمهوري غوښتونکي غواړي چې له یوې خوانه د سرحدي امنیت مسلی ته حل را وباسي او له بل پلوه اتو سوو زرو بې اسنادو ځوانانو برخلیک معلوم کړی. په همدې توگه د کورنیو د جلا کولو د مخنیوي لپاره هم هڅې روانې دي.

یوشمیر دموکراتانو د پرون ماښام په مجلس کې له ولسمشر ټرمپ نه ډیر ې کلکې پوښتنی وکړلې. هغه د جمهوری غوښتونکیو سره ددې لپاره ملاقات کاوه چې د کډوالو مسلی ته د حل لاره راوباسي. خو ولسمشر ټرمپ له مجلس نه ووت بیله دېنه چې ددې نښې نښانې څرگند ې کړي چی دا مسله حل شوه. خو ولسمشر ټرمپ خپل مجلس له استازیو سره وستایه چې ډیر ښه مجلس و . هغه داهم ز یاته کړله چې د کډوالۍ له قوانینو څخه له څو کلونو او لسیزو راهیسی سرغړونه شوېده.

که څه هم د متحدو ایالاتو دعدلېې وزیر د کډوالو دکورنیو د جلا کولو د پالیسۍ دفاع وکړله خو په امریکا کې ېې سخت عکس ا لعملونه را پارولي دي.

دنه زغم پالیسي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

داخلک د کډوالو د توقیفخانو څخه تقریبا درې زره کیلومتره لري دي، خو سره له دې هم ډیر په غوسه دي. یو دموکرات سناتور بل جمهوري غوښتونکي ته وايي"تاسی په دې اړه درواغ وایاست."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ټویټ کې ولیکل: ستونزه ددموکراتانو له خوا ده. هغوی د جرایمو پروانه کوي خو غېر قانونی کډوال غواړي. ددې پروانه کوی چی د ایم اس دیارلس په څېر مجرمان به پکې وي".

په سونو مظاهره چیان په سانفرانسیسکو کې د کډوالو او قانون د تعمیل ادارو په لور ورغلل. هغوی پرون د سه شنبی په ورځ شعارونه ورکول چې "کورنۍ ېوځای وساتۍ" جمهوري غوښتونکیو " وحشت بند کړئ!"

یوې مظاهره کوونکې وویل هېڅوک ددې تصور نشي کولی چې دا ماشومان څه ډول احساس کوي. هغه په دې په غوسه وه چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالۍ په اړه له وینا نه وورسته، دامریکا بیرغ ېې په غېږ کې ونیو.

ایزابېل گوتیریز یوې مظاهره کوونکې وویل:".. ایاتاسی ددې تصور کولۍ شۍ چې دا ماشومان څه ډول احساس کوي؟ ما ټرمپ ولید چې بیرغ ېې په غېر کې نیولی و. ایا دهغه ځواب دادی چې بیرغ په غېږ کې ونیسي. داخلک خپل ماشومان په غېږ کې نشي نیولی. دا ډیر بد کاردی او زما نه خوښیږي."

یوه بله مظاهره کوونکې وايي دا فاشیېست دولت دی چې داسی شیان زغمي او سترگې پرې پټوي چی ماشومان له دومره درد او بېچارگۍ سره د کومې پالیسۍ له امله مخامخ دي. پکارده چې موږ له خپلو چارواکیو نه حساب وغواړو. رپوټونه وايي چې په ماشومانو کې یوشمیر له پنځه کلنۍ نه هم کم دي.

خو دموکراتان وايی چی ولسمشر په ناسمه توگه د کډوالی په ستونزو او کورنیو په جلاکولو دوی ملامت بولی.ولسمشر ټرمپ وايی داستونزه حل کیدلی شی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل:.. موږ یوفرصت لرو چی داستونزه اواره کړو. یابه ېې سمه کړو او یابه همداسې روانه وي؛ خو راځئ چی سمه ېې کړو. موږ یوفرصت لرو. موږغواړو د کورنیو د جلاکولو ستونزه حل کړو."

خو جمهوري غوښتونکي ډاډ غواړي ځکه دا اونۍ په ډیر جنجال تیره شوه او داسی ښکارېده چې ولسمشر نه غوښتل ددوی ملاتړ وکړي.

یو جمهوری غوښتونکی استازی ریان کاستیلو وايي:"..هغه په وضاحت وویل چې دی به دقانوني لایحې ملاتړ وکړي. هغه وویل دی به په بشړه توگه دکنفرانس ملاتړ وکړي."

یوبل جمهوري غوښتونکی استازی سټیف سکالیس وايي هغه لایحه چی موږ له ولسمشرسره پرې کار وکړ هغه دا ستونزه حلوي.

خو دموکراتان واي دا په بشړه توگه حقیقت نلری. یوه دموکراته استازې میشل لو وان وايي:".. هغوی غواړي موږ په دې قانع کړی چی یوه لایحه د بحث لپاره مجلس ته راځي څو د کورنیو جلا کول پایته ورسوي خو د کورنیو جلا کول او د نویو زندانونو جوړول زیاتیږی."

د ولسمشر ټر مپ د پالیسۍ د تعمیل له مخې د مې د میاشتی له اولو شپوورځونه نه نیولی تراوسه پورې تقریبا ٢٣٠٠ ماشومان له خپلو میندو او پلرونو نه جلاکړی شوی دي. د ټولو توقیف شویو ماشومانو شمیر دولس زرو ته رسیږي.

د ولسمشر ټرمپ اداره کولی شي چی په سرحدونو کې کورنۍ له ماشومانو نه جلا نکړي. خو دیته لیوالتیا نلري چی داکار وکړي مگردا چې استازي د ولسمشر ټرمپ د یولړ اقداماتو په اړه له هغه سره رعایت وکړی او منظؤر ېې کړي په دې کې دهغه دملیاردونو ډالرو غوښتنه شامله ده چې ولسمشر ټرمپ ېې د امریکا او مکسیکو ترمنځ سرحد کې ددیوال جوړولو لپاره غواړي.

XS
SM
MD
LG