د لاس رسي وړ اتصالات

احمد ولي هوتک بهرني سیال سره کابل کې سیالي کوي


د ازادو سیالیو یا (MMA) افغان اتل احمد ولي هوتک وايي چې راتلونکې لوبه یې افغانستان کې ده او بهرنی سیال به یې د افغانستان پلازمېنه کې ورسره ولوبیږي.

ښاغلي هوتک پرون یکشنبه نومبر۲۲ (لېندۍ دوهمه) کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه لوبه به د راتلونکي زېږدیز کال د فبرورۍ په یولسمه نېټه د افغانستان پلازمېنه کې ترسره شي.

که څه هم تر دې دمه د هوتک راتلونکی سیال په کره توګه ښکاره نه دی خو ښاغلي هوتک وویل چې له فرانسې، برېټانیا، اوکراین او برازیل هېوادونو څخه یو شمېر تکړه لوبغاړو هوتک سره د لوبې کولو لېوالتیا ښودلې ده.

ښاغلي هوتک وویل: "د لوبې ۵۰ سلنه عاید په هغو بیوزلو ویشم چې د ژمي اسانتیا نه لري."

هوتک دا هم وویل چې غواړي د دې سیالۍ سره نړۍ ته د افغانستان ښه تصویر وړاندې کړي.

هوتک زیاته کړه: "نړۍ ته ښیو چې افغانستان یوازې د جنګ ځای نه دی."

XS
SM
MD
LG