د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې اعتراض کوونکو مقدساتو ته د سپکاوي په تور څو کلیساوې وسوځولې


په پاکستان کې پر کلیساګانو بریدونه
په پاکستان کې پر کلیساګانو بریدونه

پاکستاني مقامات وايي، یوې ډلې اعتراض کوونکو د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) د پاکستان په ختیځ کې وروسته له هغه څو کلیساګانو ته اور واچاوه، چې یوه عیسوي کورنۍ مذهب ته په سپکاوي تورنه شوه.

سیمه ییزو پولیسو فرانس پرس اژانس ته ویلي، چې سلګونو کسانو د فیصل اباد ښار په عیسوي مېشته سیمه باندې په لرګیو او ډبرو برید وکړ.

د ځايي مرستندويه چارواكو په وينا، پر كليساګانو بريدونه وروسته له هغه پيل شول، چې د مذهبي توندلارو یوې ډلې یوه عيسوي كورنۍ قرآن ته په سپکاوي تورنه کړه.

د ښار د ژغورنې د څانګې ویاند رانا عمران جمیل وویل: "د خلکو ترمنځ د قرآن د سوځولو عکسونه او ویډیوګانې شریکې شوې، چې غوغا یې رامنځته کړه."

ښاغلي جمیل وویل چې څلور کلیساګانې سوځول شوي، خو زیاته یې کړه چې د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ ندی ورکړل شوی.

د لاهور په ښار کې د پاکستان اسقف، آزاد مارشال وویل، چې ددې هیواد عیسوي ټولنه "ډیره دردیدلې او اندیښمنه ده."

هغه په ایکس شبکه چې پخوا د ټویټر په نامه یادیدله، لیکلي چې: "موږ د قانون پلي کوونکو څخه د عدالت او عمل غوښتنه کوو او موږ له ټولو هغو کسانو څخه چې د ټولو اتباعو لپاره عدالت او امنیت تامینوي غواړو چې سمدستي مداخله وکړي او موږ ته ډاډ راکړي چې زموږ په خپل وطن کې زموږ ژوند ارزښت لري."

مذهب ته سپکاوی په پاکستان کې، چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، یوه ډېره حساسه موضوع ده. په ځینو مواردو کې، یوازې د کفر تور لګول د تورن کس د وژلو او بلوا د رامنځته کیدو کافي دی.

د نړۍ د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمیسیون د ۲۰۲۲ کال په راپور کې ویلي چې په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي قوانینو اسلامپالو افراطیانو ته توان ورکړی او هڅولي یې دي چې له سزا پرته عمل وکړي او په اسانۍ سره مذهبي اقلیتونه یا هغه کسان په نښه کړي چې مختلف عقاید لري.

د ټولنیز عدالت د مرکز د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۷ کال راهیسې په پاکستان کې څه باندې دوه زره کسان مذهب ته په سپکاوي تورن شوي او لږ تر لږه ۸۸ یې د خلکو له خوا شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي قانون څخه اکثر د شخصي دښمنیو او اقلیتونو په نښه کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کیږي.

عیسویان چې د پاکستان د نفوس دوه فیصده برخه جوړوي، اکثر په درواغو او بې اساسه تورونو سره په کفر ویلو تورن کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG