د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ کې جوماتونه د اسلام ضد سیاستوال د ټویټر بندول غواړي


ګیرت ویلدرز د اسلام کلک منتقد بلل کیږي
ګیرت ویلدرز د اسلام کلک منتقد بلل کیږي

په هالنډ کې د جوماتونو یوې ټولنې هالنډي سیاستوال ګیرت ویلدرز د اسلام د سپکاوي او مذهبي کرکې په پارولو تورن کړی دی.

په دغه هېواد کې د ترکیې د اسلامي فرهنګ فدراسیون ټویټر ته لیک استولی دی او غوښتنه یې کړې چې " د ګیرت ویلدرز ټویټر دې د تل لپاره وتړل شي.... هغه په ټویټر کې تفرقه اچوونکي پیغامونه، تصویرونه او مواد خپروي."

دغه هالنډي سیاستوال د یو ښي-لاسي ګوند مشر دی او د اسلام او مسلمانانو ضد وتلې څېره بلل کیږي.

د جوماتونو دغه ټولنه وايي چې ښاغلي ویلدرز د ټویټر اصول او تګلاره تر پښو لاندې کړي دي. دغه هالنډي سیاستوال تېرکال په سپتمبر کې په خپل ټویټر کې د مسلمانانو پر پیغمبر هم کلکې نیوکې وکړې او "هغه یې لیونی او ترهګر" وباله.

د ترکیې د اسلامي فرهنګ فدراسیون وکیل ایجدر کوسي وویل که ټویټر کوم اقدام ونکړ، دوی به یې پر ضد نور حقوقي ګامونه پورته کړي. نوموړي اسوشیتدپرس ته وویل " که اړ شو، محاکمې ته عریضه کول مو وروستۍ لار ده. د هغه ټویټونه په ډېرو هېوادونو لکه مراکش، تونس، پاکستان او اندونیزیا کې، د ټویټر اصول مات کړي دي."

دغه هالنډي سیاستوال پتېیلې وه چې د اګست په میاشت کې د مسلمانانو د پیغمبر د کارتونونو یوه سیالي جوړه کړي، خو د فشارونو له کبله یې دا سیالي وځنډوله.

د هغه د دغه پلان شوي اقدام پر ضد د افغانستان او پاکستان په ګډون په ځینو مسلمانو هېوادونو کې اعتراضونه او مظاهرې هم وشوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم له خپل هالنډي سیال سره پر تیلیفون خبرې وکړې او د دغې سیالۍ د بندولو غوښتنه یې کړې وه.

XS
SM
MD
LG