د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د جلا شوي ډلې مرستیال ملا نیازی ټپي شوی


د طالبانو د جلا شوي ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی
د طالبانو د جلا شوي ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی

افغان چارواکي وايي، ملا عبدالمنان نیازی د سې شنبې په ماښام مۍ ۱۱( غوايي ۲۱) په هرات ولایت کې په یوه وسله وال نښته کې سخت ټپي شوی دی.

چارواکو ویلي چې د وسله والو طالبانو د جلا شوي ډلې مشر د هرات ولایت د ګذزه او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ سیمه کې د وسله والو طالبانو د یو شمیر جنګیالیو سره په نښته کې پر سر سخت ټپي شوی دی.

ویل کیږي چې ملا عبدالمنان نیازی د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتونو ته انتقال شوی دی. خو د هرات سیمه ییزو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه نه دي ویلي.

دغه نښته چې د ملا عبدالمنان نیازي په قرارګاه کې رامنځته شوې د هغه درې نور ساتونکي هم پکې وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د ملا هبت الله اخند په مشرۍ طالبانو د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو دغه ډله په ۲۰۱۵ میلادي کال د طالبانو د مشر ملا محمد عمر تر مړینې وروسته رامنځته شوه.

تر دې مخکې نیویارک ټایمز پخپلې مقالې کې ویلي وو چې دغه ډلې د طالبانو د اصلي ډلې څخه خپل ځان جلا کړ او د ملا اختر محمد منصور او ملا هبت الله اخند په مشرۍ طالبانو پر ضد یې وسله واله جګړه اعلان کړه.

تر دې مخکې هم د افغانستان په یو شمېر جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د یادو ډلو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG