د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور جرګې د خيبر جرګې د پرېکړو ملاتړ وکړ


 مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پښتنو سياستوالو جرګې قبايلي او جنوبي سيمو کې د امنيت په ټینګیدو او د دغه سیمو پر طبعي زېرمو د ځايي ولسونو په واک ټینګار کړی دی.
مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پښتنو سياستوالو جرګې قبايلي او جنوبي سيمو کې د امنيت په ټینګیدو او د دغه سیمو پر طبعي زېرمو د ځايي ولسونو په واک ټینګار کړی دی.

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د فبرورۍ په ١٠ ( سلواغه ٢٢ ) د جمعيت علماء اسلام (ف) په بلنه شوې جرګې د خيبر جرګې پرېکرې تائيد کړې او غوښتنه یې کړې چې د پاکستان د اساسي قانون د اتلسم ترميم له مخې دې پخوانۍ قبایلي سیمو ته د هغوی قانوني حقونه ورکړل شي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د پښتنو سياستوالو د جرګې په اعلاميه کې په قبايلي او جنوبي سيمو کې د امنيت ټینګولو او د دغه سیمو پر طبعي زېرمو د ځايي ولسونو په واک او اختيار کې پر ورکولو ټینګار شوی دی.

د کوربه ګوند ویاند جليل جان د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي سيمو کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره د پېښور جرګه ډېره مهمه وبلله او ویل یې چې له پيړيو راهيسي جرګه د پښتنو د کلتور برخه ده او خپلې ستونزې په جرګو هواروي.

نوموړي د فبرورۍ په ١١ ( سلواغه ٢٣) امريکا غږ ته په خپلو خبرو کې وويل، "دا جرګه د خيبر د جرګې په خلاف بلکل نه ده بلکې د خيبر جرګې پرېکړې تائيدوي ځکه چې د پېښور جرګې هم د امنيت خبره کړی ده او د پښتونخوا طبعي زېرمې د ځايي خلکو په واک اختيار کې غواړي. "

جليل جان ويلي، د جرګې برخوالو او د قبايلي سيمو مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې قبايلي سیمې (فاټا) يې په خيبر پښتونخوا ګډوله نو په اتلسم ترميم کې یې د قبايلي سيمو ټول حقونه د ایالت د نورو ولسواليو په څېر منلي ول خو لاهم نه دي ورکړل شوي.

د پېښور جرګې په باب پخوانی سناتور او شنونکی افراسياب خټک وايي، "ټول پښتانه سياسیون باید په اخلاص سره يو ځای کښېني نو بيا هغه ورځ لرې نه ده چې د پښتونخوا امنيت ټينګ شي او د‌ طبیعي زېرمو واک اختيار په خپل لاس کې واخلي."

د خیبر پښتونخوا د اسامبلۍ ( ایالتي پارلمان) او د عوامي نيشنل ګوند غړی نثار باز وايي، د پښتنو هره جرګه ځان ته ارزښت لري.

له امريکا غږ سره په خبرو کې هغه وويل، "دا جرګه د خيبر د جرګې ضد نه ده ځکه چې په دې جرګه کې هم د خيبر جرګې په ډول پرېکړې وشوې او قبايلي مشرانو له حکومت څخه د قبايلي سيمو د‌ حقونو غوښتنه کړې ده."

د‌ پښتونخوا ملي ګوند یو مخکښ، د‌ خيبر جرګې د امن کمیټې غړی او پخواني سناتور رضا محمد رضا وايي، د پېښور تر جرګې وړاندې د جاني خېیلو، مروتو او د جنوبي سيمو مشران د مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلي ول او له هغه سره يې د سيمې د بې امنۍ خبره کړې وه. نو مولانا فضل الرحمان د جرګې د را بللو وړاندیز ورکړی و چې ټولو په شريکه ور سره منلی و.

رضا محمد امريکا غږ ته وويل، د پېښور جرګه کې د خيبر د جرګې غړي هم ول. دی وايي، "دا جرګه د ‌خيبر د جرګې په ګټه ځکه تماميږي چې دا جرګه هم د ‌نورو پښتنې جرګو په دوام کې شوې ده، چې د پښتنو په وطن کې دايمي امن راشي۔"

ياده دې وي د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې امنيتي ستونزو ته په کتو له تېرو څو کلونو راهیسې سیاسي ګوندونه، غورځنګونه او ځايي ولسونه قامي جرګې کوي چې په کې د بنو امن جرګه، د باجوړ جرګه، د لکي مروت جرګه، د پښتون عدالت په نامه د خيبر جرګه او په دا وروستیو کې د کوټې ولسي جرګې لویې هغه وې.

د دې ټولو جرګو مهمې غوښتنې د پښتنو په سیمو کې امنيت او پرطبیعي زېرمو د ځايي خلکو د واک اختيار د غوښتنو په ګډون ان دا چې له وسله والو ډلو غوښتنه شوې چې د دوی له سیمو دې ووزي او پر پوځ هم غږ شوی چې خپلو چاوڼیو ته دې بیرته ولاړ شي.

د پاکستان حکومت لا تر اوسه د پېښور جرګې د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې بیا بیا ویلي دي چې په ټولو سیمو کې امنیت ته ژمن دی او د دې لپاره یې په بېلا بېلو ځایونو کې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG