د لاس رسي وړ اتصالات

اسټن: روسیې ته د شمالي کوریا استول شوي سرتیري به 'ډیر ژر' د اوکراین جګړه کې ښکیل شي


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د اسیا سمندر د حوزې هیواد فیجي ته د سفر پر وخت
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د اسیا سمندر د حوزې هیواد فیجي ته د سفر پر وخت

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټن د اسیا سمندر د حوزې هیواد فیجي ته د سفر په ترڅ کې په محلي وخت د شنبې په ورځ نومبر ۲۳ (لیندۍ ۳) وویل، امریکا اټکل کوي د شمالي کوریا زرګونه سرتیري چې روسیې ته استول شوي "ډیر ژر" به د اوکراین په وړاندې جګړې ته داخل شي.

آسټن وویل چې د شمالي کوریا شاوخوا لس زره سرتیري د روسیې په سرحدي سیمه کورسک کې میشت دي، چیرې چې دوی "د روسيې [د پوځ] په جوړښتونو کې مدغم شوي" دي.

آسټین د آرام سمندر په هیواد فیجي کې د تم کیدو پرمهال خبریالانو ته وویل: "د هغه څه پراساس چې هغوی [د شمالي کوریا سرتیري] روزل شوي، او هاغسې چې هغوی د روسیې په جوړښتونو کې مدغم شوي، زه پوره تمه لرم چې دوی به ډیر ژر په جګړه کې ښکیل وګورو."

آسټین وویل چې هغه تر دې دمه د شمالي کوریا د ځواکونو "په فعاله توګه په جګړه کې د ښکیلتیا" په هکله د پام وړ راپور نه دی لیدلی".

پدې ترڅ کې د جنوبي کوریا د حکومت مقاماتو او یوې څیړنیزې ډلې د پنجشنبې په ورځ وویل چې مسکو پیونګیانګ ته رږسیې ته د سرتیرو د استولو په بدل کې تیل، د هوایې دفاع میزایل او اقتصادي مرستي ورکړي دي.

کیف خبرداری ورکړی چې مسکو د شمالي کوریا د پوځیانو تر څنګ اوس د اوکراین د سرحدي سیمو د بېرته نیولو لپاره ۵۰ زره کسیز ځواک جوړ کړی دی.

اوکراین د اګسټ په میاشت کې په یو ځلنده برید کې د کورسک د پراخې برخې د نیولو ادعا پداسې حال کې وکړه، چې ډیر لږ شمیر ځواکونه یې د دونتسک په سیمه کې ځای پر ځای کړی وو چې نږدې دریو کلونو جګړو ځپلی دی.

د امریکا او جنوبي کوریا چارواکو په اټومي وسلو سمبال شمالي کوریا تورنه کړې، چې د روسیې لپاره یې په اوکراین کې د جګړې د ملاتړ په موخه له ۱۰ زرو ډېر سرتېري استولي دي. کارپوهان وایي چې د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، هڅه کوي، نه یوازې پرمختللي پوځي ټکنالوژي ترلاسه کړي، بلکې ځواکونه یې د جګړې عملي تجربه هم ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG