د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: افغانستان کې ۱۰ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د دوی د سروې له مخې د هیواد د نفوس ۳۱،۵ سلنه وګړي په کرونا وېروس اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني د چهارشنبې په ورځ اګست ۵ مه (زمري ۱۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل هغه کسان چې کرونا یې تیره کړې ده لس میلیون تنه کیږي.

هغه وویل، دغه سروې د افغانستان ۳۴ ولایتونو په نهه زونونو کې تر سره شوې چې په وینا یې په ځینو زونونو کې په کروناویروس اخته کسانو کچه متفاوته وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سروې له مخې تر ټولو زیات کسان په کابل کې چې ۵۳ سلنه کيږي په کرونا ویروس اخته شوي او تر ټولو کم کسان په غور او دایکندي کې چې ۲۱ سلنه کیږي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزیر وویل چې په ختیځو ولایتونو کې په کروناویروس د اخته کسانو کچه ۴۲.۳ سلنه، په مرکزي زون کې ۳۶.۳ سلنه، په لوېدیځو ولایتونو کې۴۱.۱ سلنه او په شمال ختیځو ولایتونو کې ۳۲.۴ سلنه وه.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ عمومي پایلې دادي چې د همدې سروې په اساس ۳۱.۵ سلنه کسان په کروناویروس اخته شوي چې لس میلیون تنه کیږي، په ښارونو کې په کرونا د اخته کسانو کچه ۳۷ سلنه کیږي. په کلیو کې ۲۷ سلنه، د ښځو په منځ کې۳۲ سلنه، د نارینوو په منځ کې ۲۹ سلنه وه."

ښاغلي عثماني وویل هغه کسان چې کرونا یې تیره کړې ده بیا هم په کرونا ویروس د اخته کېدو احتمال یې شته چې په وینا یې باید ټولې روغتیايي لارښوونې مراعت کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تراوسه شاوخوا ۱۸ مېلیون کسان په نړۍ کې په کروناوېروس اخته شوي دي او څه باندې ۷۰۰ زره کسان مړه شوي دي.

تیر ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې.

د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او شپږ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن چهاشنبه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۲۷۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۷ یې مثبت ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۶۸۲۹ تنو ته پورته شوو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د شپږو تنو په مړه کېدو په هیواد کې د کرونا له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۹۴ تنو ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG