د پاکستان چارواکي وايي وسله والو د سه شنبې په ورځ، مارچ ۱۱ (کب ۲۱)، په بلوچستان ایالت کې په یو ریل ګاډي برید کړی او لږ تر لږه ۴۵۰ مسافر یې یرغمل کړي دي.
پېښه د بلوچستان په سبۍ کې شوې او په برید کې د ریل ګاډي چلوونکی ژوبل شوی دی. سره لدې چې په پاکستاني مطبوعاتو کې د اورګاډي د چلوونکي د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي خو چارواکو تر اوسه نده تائید کړې.
د بلوچستان په مرکز کویټه کې د پاکستان د ریل ګاډو د چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي محمد کاشف فرانس پرس ته وویل: "وسله والو د ریل ګاډي له ۴۵۰ زیات مسافر یرغمل کړي دي." هغه وویل چې په مسافرو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
د "جعفر ایکسپرس" په نوم دغه ریل ګاډی له کویټې څخه د خیبر پښتونخوا پیښور ښار ته روان و چې په ځايي وخت د ماسپښین په یوه بجه سبۍ ته څېرمه ورباندې برید وشو.
د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ په نوم یوې ډلې په یوې اعلامیې کې د برید مسئولیت اخیستی او ویلي يې دي چې د سبۍ په سیمه کې یې د ریل پټلۍ په بمونو الوځولې او یو ریل ګاډی یې ایسار کړی دی.
رسنیو ته په لیږل شوې دغه اعلامیه کې ویل شوي: "وسله والو په بیړه د ریل ګاډي کنترول ترلاسه کړ او مسافر یې یرغمل کړل." دغې ډلې د حکومت له لورې د یرغمل شویو کسانو د خلاصولو د اقدام "د جدي عواقبو خبرداری" ورکړی دی.
سبۍ ته څېرمه یو لوړپوړي پولیس افسر د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې دغه ریل ګاډی په یوه غرنۍ سیمه کې یو تونل ته نږدې ایسار پاتې دی.
چارواکو همدارنګه ویلي چې "د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره عملیات په احتیاط سره روان دي ځکه چې له ښځو او ماشومانو څخه د انساني سپر په توګه استفاده کیږي."
ویل کیږي چې په دغه غرنۍ سیمه کې وسله والو ته د پټنځایونو جوړولو او بریدونه تنظیمولو زمینه برابره ده. امنیتي مقاماتو ویلي چې د پیښې سیمې ته څېرمه روغتونونو کې بیړني حالت اعلان شوی دی.
اورګاډی داسې ځای کې ایسار کړل شوی چې د اړیکې نیولو لپاره ټیلیفونونه او نور مخابراتي وسایل کار نکوي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د حکومت د بیاراتګ راهیسې په پاکستان کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي. په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنیز مرکز د معلوماتو په اساس ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې په تیره یوه لسیزه کې ترټولو خونړی و او په ترڅ کې یې په بریدونو کې، لږ تر لږه ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.
د بلوڅانو د خپلواکۍ غورځنګ ډلې د فبروري په میاشت کې اووه پنجابي مسافر له یو بس څخه کښته کړل او ویې وژل. تیر کال هم په هدفي وژنو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان زیاتره پنجابیان وژل شوي وو.
دغې ډلې په نومبر کې د کویټې د ریل ګاډو په مرکزي تمځای کې د چاودنې مسئولیت واخیست چې په ترڅ کې یې د ۱۴ پوځیانو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي وو.
فورم \ دبحث خونه