د لاس رسي وړ اتصالات

اوتنبایوا : د طالبانو سره سیاسي تعامل لږ پرمختګ درلود


د یوناما مشرې روزا اوتانبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په هکله معلومات ورکړل.
د یوناما مشرې روزا اوتانبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په هکله معلومات ورکړل.

د یوناما مشرې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د نړیوالې ټولنې سیاسي تعامل د لږ پرمختګ سبب شوی او د طالبانو د حکومت په هکله د نړیوالې ټولنې ناهیلیتوب په ډیریدو دی.

روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت په شورا کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو د حکومت سره د سیاسي تعامل "فضا کمېددونکې" ده او یو شمیر حکومتونه پوښتنه کوي چې د طالبانو سره خبرې اترې ښایي ددې ډلې سخت دریځي قوي کاندي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې وویل دا د طالبانو پورې اړه لري چې پریکړه وکړي ایا غواړي افغانستان بېرته نړیوال نظام ته داخل شي او دا چې حاضر دي پدې برخه کې لازم اقدمات وکړي.

د یوناما مشرې په خپلو خبرو کې وویل چې د نړیوالو مکلفیتونو په هکله د طالبانو دریځ لا هم په نړیوالې ټولنې کې د افغاستان د یو ځای کیدو په مخکې یو خنډ دی او زیاته یې کړه چې دا ډله د افغان دولت په توګه د خپلو نړیوالو مکلفیتونو سره "انتخابي چلند" کوي.

هغې وویل، سره له دې چې د افغانستان اوسنیو حاکمانو د مخدره موادو ضد مبارزې او خصوصي سکتور په ګډون د ځینو تخنیکي موضوعاتو په هکله د نړیوالې ټولنې سره تعامل کړی خو زیاتوي چې د بشري حقونو په شمول لا هم ځیني پراخ موضوعات دي چې دا ډله پرې خبرو کولو ته حاضره نده.

اوتنبایوا زیاته کړه، "ستونزې پاتې دي. دا د اوسنیو چارواکو ( طالبانو) مسؤلیت دی چې وښیي چې ایا غواړي افغانستان بیرته نړیوال نظام کې ورګډ شي که نه ، او که غواړي نو آیا لازمو اقداماتو کولو ته حاضر دي؟."

اوتنبایوا همدارنګه وویل چې طالبان یو شمیر نړیوال مسؤلیتونه پدې بهانې نه تر سره کوي چې ادعا کوي د افغانستان خومختارۍ باندې اغیز کوي او یا دا چې د افغان ولس د دود او دستور سره په ټکر کې دي.

د یوناما مشرې په خپلو خبرو کې خبرداری ورکړ که د طالبانو حکومت پدې نړیوالو مکلفیتونو عمل وکړي، نه یوازې دا چې د سیاسي مسیر کې د پرمختګ سره به مرسته وکړي بلکې د ټول افغان ولس په خیر ښیګڼې به مثبت اغیز ولري.

میرمن اوتنبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د نړیوالې ټولنې په پرله پسې غوښتونو سربیره د طالبانو د حکومت لخوا د افغان میرمنو او نجونو په حقونو باندې د "پام وړ" محدودیتونه او بندیزونه پخپل حال پاتې دي.

هغې په سعودي عربستان او پاکستان کې د نجونو د تعلیم په هکله نړیوالو غونډو ته چې د اسلامي هیوادونو استازې پکې راټول شوي و، وویل چې لدې معلومیږي چې د نجونو په تعلیم باندې د طالبانو د حکومت بندیز په اسلام کې هیڅ اساس نلري.

د یوناما مشرې په افغانستان کې په طبي انسټیټیټونو کې د افغان میرمنو په تعلیم باندې بندیز په هکله وویل چې دا کار نه یوازې د میرمنو بلکې د ټول افغان ولس د روغتیایي خوندیتوب لپاره زیان لري او زیاته یې کړه چې پدې سره به په افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه لا ډیره شي.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې پر افغانستان باندې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته نه یوازې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ وروسته یې په پوهنتونونو اود لوړو زده کړو په موسسو کې یې هم ښځې او نجونې له زده کړو منع کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي موسسو کې هم ښځې او نجونې له کار څخه منع کړي دي. طالبانو د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په دولتي ادارو کې له وړاندې ښځې له کار څخه منع کړې دي او همدا تیر کال د ډسمبر په میاشت کې یې په طبي انسټیټیټونو کې هم د میرمنو په تعلیم بندیز ولګاوه.

میرمن اوتنبایوا وویل چې د طالبانو د حکومت لخوا د امر بالعمروف او نهي عن المنکر قانون تطبیق کیدل د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بیرته یو ځای کیدو په مخکې یو مهم خنډ دی او زیاته یې کړه چې یوناما پدې برخې کې د طالبانو کړنې له نږدې څاري.

هغې زیاته کړه چې طالبان د نړیوالو مسؤلیتونو په پرتله خپله مفکوره غوره بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG