د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلنډ د چمپینز ټرافي نیمه پایلوبې ته ورسېد؛ پاکستان بهر شو


نیوزیلنډ بنګله دېش ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
نیوزیلنډ بنګله دېش ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د کرکټ په چمپینز ټرافي کې، د دوشنبې په ورځ، فبروري ۲۴ (کب شپږمه)، نیوزیلنډ بنګله دېش ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووت.

د پاکستان په راولپنډۍ کې نیوزیلنډ په دې لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته بنګله دیش لومړی توپ وهنې ته وباله. بنګله دېش په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په بایللو سره، مقابل لوري ته د ۲۳۶ منډو هدف وټاکه.

نیوزیلنډ دغه هدف په ۴۶ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په بایللو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د نیوزیلنډ راچین راویندرا ترټولو زیاتې ۱۱۲ منډې وکړې. د بنګله دېش دپاره کپتان نجم الحسین شانتو ترټولو زیاتې ۷۷ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ توپ اچوونکي مایکل براسویل په خپلو ۱۰ اورونو کې مقابل لوري ته د یوازې ۲۶ منډو کولو فرصت ورکړ او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

د چمپینز ټرافي له اې ګروپ څخه نیوزیلنډ او هند له څلورو - څلورو پواینټونو سره د نیمه پایلوبو پړاو ته رسېدلي خو کوربه پاکستان او بنګله ديش هیڅ پواینټ نلري او دواړه له وړاندې تګ څخه پاتې شوي دي.

افغانستان په دغه ټورنمنټ کې په بي ګروپ کې له جنوبي افریقا، انګلنډ او استرالیا سره یوځای دی.

په بي ګروپ کې هر ټیم تراوسه یوه یوه لوبه کړې. جنوبي افریقا او استرالیا لوبې ګټلي خو افغانستان او انګلنډ خپلې لوبې بایللي دي.

د افغانستان راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ د انګلنډ سره ده او بله لوبه یې د جمعې په ورځ د استرالیا په خلاف ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG