د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلنډ په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۵۰ ته ورسېده


په نیوزلنډ کې پر دوو جوماتونو په یوه ورځ بریدونه وشول
په نیوزلنډ کې پر دوو جوماتونو په یوه ورځ بریدونه وشول

په نیوزلنډ کې چارواکي وايي پر دوو جوماتونو باندې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته یې د جسدونو سپارل پیل کړي دي.

بریدونه د نیوزیلنډ د کریس چرچ په ښارکې وشول. چارواکي وايي د قربانیانو کورنیو ته د هغوی د عزیزانو د مړو سپارل یې پیل کړي دي خو لا هم ټول مړي خپلو کورنیو ته نه دي سپارل شوي.

د نیوزیلنډ د پولسو یو چارواکي مایک بوش وویل " کورنیو ته د مړو تر سپارلو مخکې باید د هر کس د وژل کېدو دقیق علت معلوم او هویت مشخص شي. په مذهبي او فرهنګي مسایلو هم خبر یو او هڅه کوو چې دا کار ژر خلاص کړو."

د نیوزیلنډ صدراعظمې جسیندا اردرن وویل چې ځينې مړي یې کورنیو ته سپارلي دي. هغې هیله وښوده چې تر چهارشنبې پورې به ټول مړي خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د کریس چرچ د النور په جومات باندې د جمعې د ورځې (مارچ۱۵) په دغه ترهګریز برید کې ۳۴ کسان ژوبل شوي هم دي چې د ۱۲ کسانو وضعیت یې ښه نه بلل کیږي.

د یکشنبې په ورځ (مارچ۱۷) په ابتدايي محکمې کې، ۲۸ کلن بریدګر برنتون هريسون تارانت، په قتل تورن شو.

هغه دا برید پر فیسبوک ژوندۍ خپروه، ټویټر او فیسبوک هڅه کړې چې دا ویډیو لاس په لاس نشي.

په وژل شویو کسانو کې یو ۷۰ کلن افغان، داود نبي، هم شامل دی. درې نور افغانان ژوبل شوي دي. داود نبي شاوخوا څلور لسیزې مخکې نیوزیلنډ ته تللی و او داسې ښکاري چې دی لومړی کس چې بریدګر په نښه کړی دی.

دا بریدونه افغانستان او ډېرو نورو هېوادونو غندلي دي او د نیوزیلنډ په تاریخ کې د خپل ډول تر ټولو خونړي بریدونه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG