د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له بایډن سره د انلاین مناظرې مفکوره رده کړه 


د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مناظرو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ اکتوبر اتمه (تلې ۱۷) اعلان وکړ چې د امریکا د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو ته د جمهوري ریاست د کاندیدانو دونالد ټرمپ او جو بایډن دوهمه مناظره به په مجازي یا آنلاین توګه وشي.

ددې خبر له اعلان نه څو دقیقې وروسته ښاغلي ټرمپ په انلاین توګه د مناظرې د جوړیدو مفکوره رد کړه. ښاغلي ټرمپ د فاکس تلویزیوني شبکې سره په مرکه وویل: "نه غواړم په مجازي مناظره کې خپل وخت ضایع کړم."

خو د ښاغلي ټرمپ دموکرات سیال جو بایډن په انلاین شکل د مناظرې د ترسره کولو مفکوره منلې او د هغه انتخاباتي ډلې ویلي دي چې ښاغلی بایډن په مستقیمه توګه د امریکا له خلکو سره خبرې کوي.

وروسته له هغه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د کروناویروس معاینه مثبته ثابته شوه او بیا په روغتون کې بستر شو، د بایډن سره په مناظره کې د هغه د حضور په اړه پوښتنې رامنځ ته شوې.

د جمهوري ریاست د مناظرو د تنظیم کمیسیون په اعلامیه ویلي دي چې دا تصمیم پدې خاطر نیول شوی چې په دوهمه مناظره کې د ټولو ښکیلو کسانو روغتیا او سلامتیا ته پام وشي.

دا لومړی ځل ندی چې د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدان له لرې څخه مناظره کوي. په ۱۹۶۰ کال کې هم د ریچارد نیکسن او جان اف کینیډې ترمنځ دریېمه مناظره په همدې ډول وشوه، پدې توګه چې د مناظرې پر وخت یو یې د امریکا د متحده ایالاتو په ختیځ او بل یې په لویدیځ کې حضور درلود.

XS
SM
MD
LG