د لاس رسي وړ اتصالات

Nike د ایران فټبال لوبډلې ته بوټان نه ورکوي


د بوټانو جوړولو یوه مشهوره امریکایي کمپنۍ نایکي NIKE وایي چې په نړیوال جام کې د ایران د فټبال ټیم ته بوټان نه ورکوي.

دغه کمپني وایي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د اتومي وسلو د موافقې نه د وتلو وروسته، په ایران د اقتصادي بندیزونو له کبله دیته مجبوره دي چې د ایران سره تجارت ونکړي.

خو د ایران د فټبال د لوبډلې روزونکی کارلوس کویروز وایي چې نایکي دی د ایران د لوبډلې نه بخښنه وغواړي. ښاغلی کویروز وایي چې ټولې نړۍ ته دا معلومه ده چې په ایران اقتصادي بندیزونه لگول شوي دي خو د نایکي دغه وینا د ایران د ټیم ٢٣ غړیو ته سپکاوی دی.

کارلوس کویروز دا هم وویل چې هغوي به د فټبال د نړیوال فیدراسیون یعني فیفا سره پدی مسله خبرې کوي. هغه وویل چې د ټیم لوبغاړي یې په دغو بوټانو کې لوبه کوي او اوس دا ممکنه نه ده چې د نړیوال جام په مسابقو کې هغوي خپل بوټان بدل کړي.

ایران د ٢٠١٨ کال د فټبال د نړیوال جام خپله لمړنۍ لوبه د جمعې په ورځ د مراکو سره کوي.

XS
SM
MD
LG