د لاس رسي وړ اتصالات

چین د امریکا او شمالي کوریا د کړکیچ د کمیدو غوښتنه کړې


د امریکا او چین مشرانو د کوریا د کړکیچ په هکله تیلفوني خبرې کړې دي
د امریکا او چین مشرانو د کوریا د کړکیچ په هکله تیلفوني خبرې کړې دي

د چین جمهور رئیس وایي د شمالي کوریا د اټومي پروگرام د حل لارې په مقصد یوې سوله ییزې لارې ته اړتیا ده.

د چین جمهور رئیس شی جین پینگ، د امریکا د جمهور دونالد ټرمپ سره په تیلفوني خبرو کې د دواړو خواو نه غوښتي چې د هغو لفظونو د استعمال او هغو اقداماتو نه ډډه وکړي چې د کړکیچ د پراخیدو سبب کیږي.

د چین جمهور رئیس دغه څرگندونې څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې دونالد ټرمپ شکالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځ د تیارسئ په حال کې دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین مشر د خپل امریکایي سیال سره په تیلیفوني خبرو کې د آرامتیا غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د امریکا او چین د مشرانو ترمنځ په تیلیفوني خبرو کې موافقه شوې چې شمالي کوریا باید د خپل لمسونکي او سخت دریځ نه لاس واخلي.

په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي ټرمپ او چینایي سیال یې د شمالي کوریا د اټومي بې وسلې کولو په هکله په خپلو ژمنو ټینگار کړی دی.

د سپینې ماڼۍ اعلامیې د شمالي کوریا د کړکیچ د سوله ییز حل په هکله هیله څرگنده کړې ده.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ شمالي کوریا ته ېو ځل بیا خبرداری ورکړی و چې که د گوام په ټاپو ېې مخکې د مخکې نظامي گواز وکړ د امریکا پوځ " ماشه په لاس چمتو دی".

ښاغلي ټرمپ ویلي وو چې شمالي کوریا ته به داسې سخت ځواب ورکړي چې "مخکې یې چا مثال نه وي لیدلی."

د گوام ټاپو له شمالي کورېا نه ٣٣٠٠ کېلو مټره لیرې پروت دی. پدې ټاپو کې د امریکا د هوایې قواو یوه غټه اډه ده او شمالي کوریا گواښ کړی و چې په دې مېاشت کې به د گوام د سمندري اوبو په حدودو کې د منځني واټن ۴ توغوندي په امتحاني ډول وارکړي.

XS
SM
MD
LG