د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستانی شرکت افغان ډاکټرانو ته انلاین روزنه ورکوي


د کابل په الحیات روغتون کې انلاین رورنې
د کابل په الحیات روغتون کې انلاین رورنې

د ایجوکاست په نامه یو طبي -تخنیکي شرکت چې مرکز یې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې دی، د اسلامي پرمختیايي بانک په مالي مرسته یې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۱۰۰۰ ډاکټرانو ته انلاین روزنه پیل کړې چې د دغه هېواد روغتیايي سکتور پیاوړی کړي.

دا طبي روزنه هغه افغان ډاکټرانو ته ورکول کېږي چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې یې زده کړې په ټپه درېدلي دي.

د دې پروژې مشر عبدالله بټ امریکا غږ ته وویل چې د دې روزنې هدف په افغانستان کې د طب متخصصینو د کمي ستونزې هوارول دي.

د روزنې دا پروګرامونه د کابل، کندهار، خوست، زابل، مزار شریف او ننګرهار په طبي ادارو کې پلي کیږي.

ښاغلي بټ وویل، "دا مهال مو هلته د شپږو ولایتونو له روغتونونو سره شراکت پیل کړې. طبي مرستې مو ورته د بسپنې په توګه ورکړي. د دې ترڅنګ که هغوی د یو پېچلي ناروغ په باب ځان پوهول غواړي ، د دې لپاره هم د دویمې طبي مشورې خدمت وړاندې کوو."

عبدالله بټ زیاتوي چي د روزنې پدې پروګرامونو کې ټول بهرني ډاکټران مرسته کوي چې د پاکستان، جرمني، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو ډاکټران پکې شامل دي.

دی وايي د نړۍ د یو شمېر هېوادونو متخصص ډاکټران هر ۱۵ ورځې وروسته د افغانستان ډاکټرانو ته انلاین روزنه ورکوي.

ښاغلي بټ وړاندې وویل چې افغان داکټرانو ته په موبایلونو کې یو اپلیکشن نصبیږي چې پرې وکړی شي خپلو ناروغانو ته مشورې ورکړي.

هغه وویل، "زموږ د دې پروژې هدف ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران، تاجکستان او یا هم هند ته د افغان ناروغانو د تلو بهیر کمول دي، ځکه هر کال د افغانستان ناروغان نږدې دوه سوه میلیونه ډالر په ګاونډیو ملکونو کې په درملنه مصرفوي".

د کابل د الحیات په روغتون کې یوې ډاکټرې، آرزو کریمي چې له دې انلاین رورنې او د (لیکچوریا) اپلیکیشن څخه کار اخلي، امریکا غږ ته وویل چې دې نوي روزنیز پروګرام د دوی د طبي زده کړو په ټپه ولاړ حالت ته نوی ژوند ورکړی.

میرمن کریمي وايي چې د افغان ډاکټرانو دا وړیا روزنه ۷ مدوله او ۲۰ لېکچرونه لري:

هغه زیاتوي، "دا خپلځانی-روزنیز پروګرام په پښتو او دري ژبو کې دی چې د جرمني یوې ادارې لېکچوریا جوړ کړی دی. کله چې یو افغان ډاکټر دا پروګرام ولولي، روزنه یې واخلي، وروسته یې ازموینې کېږي او سند ورته ورکول کېږي."

ډاکتر آرزو کریمي زیاتوي چي په موبایل ټیلیفون کې د (افغان لېکچوریو) په نامه اپلیکیشن نصبولو لپاره ډاکټران خپلې کاري سوانح یا CV ورلېږي، نوملیکنه کېږي، هغوی ته پاسورډ ورکول کېږي او وروسته د طبي زده کړو ټولو برخو ته لاسرسی لرلای شي.

هغې وړاندې وویل، "په دې کې موږ د طبي زده کړو بیلا بېلې ویډيوګانې ګورو، د خپلې ژبې ژباړه پکې لیدلای شو. کله چې د عصبي ناروغیو په برخه کې ویډيوګانې ګورو، نو پوښتنې او ځوابونه پکې راځي، ازموینه راڅخه اخیستل کېږي. لنډه دا چې دا یو عصري اپلیکیشن دی".

په افغانستان کې د ایجوکاسټ پروژې مسول ابوبکر راز امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دمګړۍ دوی په ابتدايي حالت کې دي او ورځ تر بلې افغان ډاکټران ورسره لېوالتیا ښيي. د نوموړي په خبره دا یو ډول ګرځنده طب پوهنتون دی چې ډاکټران یې د کور او کار په ځای کې کارولای شي.

په خوست کې هم یوه اوونۍ کېږي چې احمد شاه ابدالي طبي کمپلیکس د پاکستان د کراچۍ له ایجوکاسټ روزنیز مرکز سره نښلول شوی دی.

په دې طبي کمپلیکس کې د داخله ناروغیو څانګې مشر متخصص ډاکټر عصت الله څپاند له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "د اسلامي پرمختیايي بانک په مرسته ایجوکاسټ ټیلي میډیسن روغتیايي پروګرام د افغان ډاکټرانو په روزنه کې یو بې ساری پرمختګ دی. زموږ زده کوونکي پکې پراخ ګډون لري."

ډاکټر څپاند وايي، ټېلي مېډیسن پروګرام د هغه ناروغانو لپاره چې د انټرنیت اسانتیاوې لري ډېر ګټور دی.

هغه زیاته کړه، " د بېلګې په توګه که هغوی سفر نشي کولای یا زیات بوخت دي نو ډاکټر ورته په اسانه طبي مشورې ورکوي. دا ډېره پرمختللې او مهمه وسیله ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG