د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: هند د پاکستان په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې لاس لري


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

پاکستان د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۵ (سلواغې پنځمه) پر هند تور ولګوه چې د پاکستاني اتباعو په وروستیو وژنو کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ادعا، په دغه هېواد کې وروستي تاوتریخوالی هغه پیښو ته ورته دي چې د امریکا او کاناډا په ګډون په نورو هیوادونو کې پیښ شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرټر، محمد سیروس سجاد قاضي، په پلازمینه اسلام اباد کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل، د پاکستان حکومت داسې "کره شواهد" راټول کړي چې په دغه هېواد کې د تېر کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې د پاکستاني اتباعو له وژنې سره د هند د استخباراتو د کړیو لاس لرل په ډاګه کوي.

هغه وویل،‌ کوم کسان چې ددې وژنو لپاره ګمارل شوي وو،‌ دغه وژنې یې په ډیر پیچلي توګه پلان کړي وو او همدارنګه "هند جاسوسانو په بهر کې ټکنالوژي او خوندي پټنځایونه کارولي او په پاکستان کې یې وژنې ترسره کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزات زیاته کړې، چې د هندي شبکې په واسطه له پولې اخوا، غیرقانوني وژنې یوه "نړیواله پدیده" ګرځېدلې ده.

دغه پاکستاني چارواکي زياته کړه، چې د دوو پاکستاني اتباعو محمد رياض او شاهد لطيف د وژنې په ګډون، په نورو پېښو کې د هندي جاسوسانو د لاس لرلو په اړه پلټنې روانې دي.

هندي رسنیو په دې وروستیو کې خبر ورکړی، چې ریاض او لطیف د هند او کشمیر پر ضد په ترهګریزو بریدونو کې د لاس لرلو په موخه د نوي ډهلي تر تعقیب لاندې وو.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، رنډهیر جیسوال په یوې خبرپاڼې کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه په سمدستي توګه رد کړي او هغه یې د هند پر ضد "ناسمې اوازې" وبللې.

جیسوال وویل: "لکه څنګه چې نړۍ پوهیږي، پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ، منظمو جرمونو او د غیرقانوني ټرانزیټي‌ فعالیتونو مرکز دی."

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، چې یو شمیر هیوادونو په ښکاره توګه پاکستان ته خبرداری ورکړی چې دا هیواد " به خپله د خپل ترهګرۍ او تاوتریخوالي کلتور ښکار شي." همدارنګه په نورو باندې د دا راز تورونو لګول نه د توجیه وړ او نه هم د حل لاره ده.

تر دې مخکې، امریکا او کاناډا د هند استخباراتي کړۍ په دواړو هېوادونو کې د دوو سیک بېلتون غوښتونکو مشرانو په وژلو تورن کړې وې.

خو نوي ډهلي د کاناډا تورونه رد کړل او د امریکا د تورونو په اړه یې څیړنې پیل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG