د پاکستان تر فیډرالي انتظام لاندې پخوانۍ فاټا چې په ۲۰۱۸ کال له خیبر پښتونخوا سره یوځای شوه خو سیاسي ګوندونه او شنونکي وايي چې د یادې سیمې د پرمختیايي پروژو لپاره د مرکزي حکومت کړې ژمنې د اووه کالونو په تیریدو سره لا هم نه دي عملي شوې او نه هم ورته په ایالتي بودیجه کې ونډه ورکړل شوې ده.
د اسلام اباد د هغه وخت د مسلم لیګ (ن) حکومت پخوانۍ قبایلي سیمې د دوی په وینا د دې لپاره په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې چې د ایالتي حکومتي سیسټم برخه یې کړي او ددې کار لپاره یې ورسره د لس کلن پرمختیايي پلان ژمنه کړې وه، چې هر کال به ۱۰۰ میلیارده روپۍ ورکوي، خو دا پیسې لا هم نه دي ورکړل شوي. همداراز په ملي مالياتي کمیسیون کې هم ورسره د ۳٪ ونډې وعده شوې وه، چې نده عملي شوې.
د سیمې لوی شمېر ولسونه لاهم له بنسټیزو خدمتونو لکه سړکونو، ښوونځيو، روغتیايي مرکزونو، او نورو پرمختیايي کارونو، او د روزګار له فرصتونو څخه محرومه دی.
شننونکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ورګډولو پس قبایلي سیمې له مخکیني انتظامي چوکاټه ووتلې خو په بشپړه توګه د ایالتي سیسټم برخه نه شوې.
فاټا اصلاحات د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې پر ۲۸مه نېټه د پاکستان پارلمان تصویب کړل چې له مخې یې فرنټیر کرایم رېګولېشن یعنی اېف سي ار (د سرحدي جرمونو مقررات) ختم کړل شو خو جمعیت علمای اسلام، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د قبایلي سیمو ځینو سیاسي ډلو په اساسي قانون کې له نوي ترمیم سره اختلافات درلودل او پرضد یې لاریونونه او اعتراضیه غونډې هم کړې وې.
په پېښور کې د جميت علماءاسلام ( ف) يو مشر جهانګير جان وايي دوی غوښتل چې قبايلي سيمې دې ځانته يو ايالت وګرځول شي چې خپل فنډونه او خپل انتظام يې وي خو د هغه وخت د نواز شریف د مسلم لیګ ن حکومت په زوره په خيبر پښتونخوا کې ورګډې کړې.
له امریکا غږ سره په خبرو کې هغه زياته کړه، "د دغو سيمو په خيبر پښتونخوا ايالت کې په ورګډولو ډير زيانونه وګالل، لکه د پاکستان په پارلېمان کې يې د استازیو شمېر کم شو، د پاکستان په پوهنتونونو کې يې د زده کوونکو لپاره د ځانګړو څوکیو شمېر ختم شو، ناامني نوره پکې زياته شوه او اقتصاد خو يې بېخي تباه شو."
پاکستان پيپلز ګوند هم د فاټا اصلاحاتو په ملاتړ رایه ورکړې وه، د دې ګوند یو مخکښ سياستوال اخوندزاده چټان چې له باجوړ ضلعې (د پخوانۍ فاټا قبایلي اجنسۍ) څخه دی، له خيبر پښتونخوا ايالت سره د قبايلي سيمو ورګډول غوره ګام بولي، خو وايي، مرکزي او ایالتي حکومتونه په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راغلي دي.
نوموړي وويل، "د هغه وخت حکومت به په لس کاله کې ١٠٠ مليارده روپۍ قبايلي سيمو ته ورکولې، خو له بده مرغه کړې وعدې یې پرځای نه کړې."
د فاټا اصلاحاتو یو بل کلک ملاتړی عوامي نیشنل ګوند دی چې سرحدي جنايي مقررات (اېف سي آر) یې تور قانون باله او په ختمولو یې خوښي څرګندوي خو وايي، چې د پاکستان مرکزي او د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومتونو د مخکینۍ فاټا پوروي دي.
له امریکا غږ سره په خبرو کې په خیبر پښتونخوا اسامبلۍ کې د باجوړ استازي نثار باز وويل، "د پاکستان پر وفاقي حکومت (مرکزي حکومت) اوس هم د قبايلي سيمو ۱۶۰۰ ملياره روپۍ پاتې دی چې تر اوسه يې نه راکوي. "
په ۲۰۱۸ کال د فاټا انضمام د پاکستان واکمن ګوند مسلم ليګ "ن" په حکومت کې وشو، د خيبر پښتونخوا په اسامبلۍ کې د یاد ګوند یوه استازي اختيار ولي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "پخوانۍ قبایلي سیمې په دې موخه له خیبر پښتونخوا سره یوځای کړل شوې چې د ډيورنډ کرښې پوله په مستقل ډول د پاکستان او افغانستان د سرحد په توګه ومنل شي او بل لامل يې دا وو چې د قبايلي سيمو ولس ته د ژوند ټول حقوق ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه، "په ۲۰۲۴ کال د نویو ضلعو د بيارغونې لپاره د پاکستان صدر اعظم ٧٠ مليارده روپۍ منظورې کړې وې.خو بدبختانه هغه تر اوسه هم هغسې پرتې دي او د خيبر پښتونخوا ايالتي د تحریک انصاف حکومت يې نه مصرفوي."
د تحریک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا ايالت د حکومت د ماليې وزارت سلاکار مزمل اسلم د پاکستان مسلم ليګ ګوند د استازی د ۷۰ مليارده روپيو د ادعا په باب وویل، "مرکزي حکومت د پروسږ کال ٢٠٢٤ د جولای له مياشتې راهیسې زموږ ايالت ته د پانګې په لړ کې يوه روپۍ هم نه ده راکړې. "
دی زیاتوي، هرڅوک که د خيبر پښتونخوا د تېر کال بودېجه وګوري نو د مرکزي حکومت هېڅ پانګه به و نه مومي.
د ماليې وزارت د سلاکار مزمل اسلم په وینا د روانې فبرورۍ میاشتې په ٢٤ نېټه په اسلام آباد کې يو کنفرانس رابلل شوی دی چې د خيبر پښتونخوا ايالت د فنډونو ترڅنګ به د پخوانۍ فاټا د ملي مالياتي کميسيون د ٣٪ ونډې او د فاټا اصلاحاتو مسلې څېړل کېږي. او په دې کنفرانس کې به له فيډارلي حکومت څخه غوښتنه کېږي چې خپلې کړې مالي ژمنې پوره کړي.
په پېښور کې سياسي کار پوه او شنونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي، نه خو قبايلي سيمې قبايلي پاته شوې او نه په عملي توګه د خيبر پښتونخوا برخه وګرځېدلې، او نه هم ورسره کړې ژمنې پوره شوې.
نوموړي زياته کړه، له کلونو راهيسې دغه قبايلي سيمې له جنګونو سره مخ دي خو چې کله له خيبر پښتوخوا سره د یوځای کېدو غږ پورته شو نو د قبايلي سيمو ولس ډېر ورته خوښ ول چې اوس به له ايف سي آر څخه خلاص شي او هم به يې سيمې د ترقۍ په لور روانې شي خو هغسې و نه شول چې ولس یې اميدونه لرل.
ډاکټر اشرف زياته کړه، "له ډيرې مودې راهيسې قبايلي سيمې د نړيوالو قوتونو د جنګ مرکز جوړې شوي دي او خلک له جنګونو تنګ شوي ول، د پوځي عملياتو او ناامنۍ له امله له کليو او بانډو یې کډې کړې وې او په کمپونو کې له اوسېدو بيزاره شوي ول نو ځکه يې غوښتل چې انضمام دې وشي او په سيمه کې امنيت قايم شي خو د امنيت پرځای جنګونه لا زيات شول او اوس خو پر پښتونخوا د يوه بل نوي جنګ تپلو امکان هم دی. "
ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي، پرځای د دې چې د خیبر پښتونخوا ایالتي سیسټم، قانون، عدالت، او سیاسي ازادي قبایلي سیمو ته غځېدلې وای بلکې دلته سرچپه کار وشو، د قبایلي سیمو هغه د انګرېزانو د سرحداتو جنايي مقرارت (اېف سي ار) زوړ استعماري نظام یې په یوه بل نوم چې دوی ورته د ولسي واک ملاتړ لپاره اقدام (اېکشن ان اېډ اېنډ سیول امپاورمنټ) وايي، په ټوله خیبر پښتونخوا کې نافذ کړ.
نوموړی وايي، دا مهال د سرحداتو جنايي مقرارت (اېف سي ار) او د ولسي واک ملاتړ لپاره اقدام (اېکشن ان اېډ اېنډ سیول امپاورمنټ) کې هېڅ توپیر نشته، دا دواړه جنګي او د ولس ویرولو قوانین دي. نو د دې قوانینو په شتون کې د پرمختګ هېڅ هیله هم نشي کېدلای. تر هغو چې د پاکستان ریاست د افغانستان په باب خپله تګلاره نه وي بدله کړې، افغانستان یې یو خپلواک هېواد نه وي ګڼلی، له افغانستان سره د بلوچستان او خیبر پښتونخوا تجارتي لارې نه وي پرانستل شوې، دلته د ولسونو له خوښې سره سم تجارت نه وي پیل شوی نو پرمختګ نشي راتلای.
فورم \ دبحث خونه