د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بشردوستانه ویزو لرونکو د مهاجرت غوښتنې ځنډولي


د کیوبا او ونزویلا کډوال
د کیوبا او ونزویلا کډوال

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د بشردوستانه ویزو د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته د مهاجرت لپاره ځینې غوښتنې ځنډولي دي.

دا پدې معنی ده چې د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت د خدماتو ادارې د هغو کسانو د غوښتنلیکونو پروسس درولی چې په امریکا کې د دایمي اوسېدو غوښتنه کوي. دا پرېکړه په هغو کسانو اغیزه کوي چې د بشردوستانه پروګرامونو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي دي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت امریکا غږ ته په لیږل شوي ایمیل کې ویلي چې ددې ځنډ علت یوه امنیتي بیا کتنه ده.

په ایمیل کې ویل شوي: "دا بهیر ترهغو ځنډول شوی چې د ممکنه درغلیو، عامه خوندیتوب او ملي امنیت ته د ګواښ د اندیښنو په اړه اضافي پلټنې بشپړ شي."

د بشردوستانه ویزو ورکولو دا پروګرامونه د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بایډن په حکومت کې ددې لپاره پیل شوي وو چې د غیر منظم مهاجرت مخنیوی وکړي او د ځانګړو ډلو لپاره له قانوني لارو امریکا ته د تللو زمینه برابره شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ددې موضوع په اړه د امریکا غږ د معلوماتو غوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ویلی.

د متحده ایالاتو اجرائیوي څانګې ته په ۱۹۵۲ کال کې د کانګرس لخوا د بشردوستانه ویزو (پیرول) د صادرولو واک ورکړل شو او له مخې یې ولسمشر دا صلاحیت لري چې د بیړنیو بشري دلایلو له مخې اشخاصو ته امریکا ته د راتګ اجازه ورکړي.

د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او وینزویلا شاوخوا ۵۳۰ زره اتباع ددغو هېوادونو لپاره د بشردوستانه پیرول د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته راغلي. په دې سربیره، د سي بي ایس تلویزیون د راپور په اساس، د "اوکراینیان د اوکراینیانو لپاره" د پروګرام له مخې، ۳۵۰ زره امریکایانو شاوخوا ۲۴۰ زره اوکراینیان امریکا ته د راتلو لپآره سپانسر کړي دي.

د هر بشردوستانه پیرول پروګرام ګټه اخیستونکي باید د اړوند پروګرام ټول شرایط پوره کړي، په دې کې په متحده ایالاتو کې میشت د مالي سپانسر لرل او همدرانګه د امنیتي ارزونو او واکسین کولو د غوښتنو بشپړول شامل دي. دوی باید د متحده ایالاتو له حکومت څخه د سفر د اجازې د ترلاسه کولو په صورت کې د خپل سفر لګښتونه هم ورکړي.

د بشردوستانه پیرول ترلاسه کوونکي په موقتي توګه په متحده ایالاتو کې په قانوني بڼه د ژوند او کار کولو اجازه لري خو دا پروګرام په امریکا کې د دوی دایمي استوګنه نه تضمین کوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په وینا، د ټرمپ اداره اوس د ملي امنیت د ساتلو او د کډوالۍ سیستم د شفافیت د ډاډمن کولو لپاره په دې اړه د اضافي تفتیش غوښتنه کوي.

د ټرمپ ادارې نور توضیحات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چې بیاکتنه به د څومره وخت لپاره دوام وکړي.

د شړلو احتمال

د مهاجرت د پالیسۍ انسټیټیوټ شنونکې کیتلین بوش جوزف په ایکس شبکه کې لیکلي چې ددغه ځنډ سره سره خلک له امریکا څخه "د ایستلو له امر پرته نشي ایستل کیدی."

دغه ځنډ د کیوبا د اتباعو لپاره شرایط نه بدلوي چې د "کیوبا د سمون قانون" له مخې، په متحده ایالاتو کې د یو کال اوسېدو وروسته دایمي استوګنې لپاره غوښتنه وکړي.

د هایتي وګړي اوس هم کولی شي چې لنډمهاله خونديتوب ترلاسه کړي چې له مخې یې د کار اجازه ترلاسه کوي او له اخراج کېدو څخه ژغول کیږي. د نیکاراګوا اتباع هم اختیار لري چې د پناه غوښتنه وکړي، په دې شرط چې ثابته کړي چې په خپل هېواد کې د نژاد، مذهب، قومیت، ټولنیزې ډلې یا سیاسي نظر پر بنسټ د ځورونې سره مخامخ دي.

په متحده ایالاتو کې وینزویلا اتباع هم کولی شي د پناه غوښتنه وکړي. خو د ټرمپ ادارې د سلګونو زره وینزویلایانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام، چې په ۲۰۲۳ کې ورکړل شوی و، د لغوه کولو لپاره د روان کال د اپریل اوومه نیټه ټاکلې ده.

هغه کسان چې د پناه غوښتنه کوي باید ثابته کړي چې د نسل، مذهب، تابعیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې د غړیتوب یا سیاسي نظر لرلو پر بنسټ په خپلو هیوادونو کې د ځورونې له واقعي خطر سره مخامخ دي.

د کورنیو د یو ځای کولو پیرول پروګرام چې په ابتدا کې د هایتي او کیوبا د وګړو لپاره پیل شوی و، د ۲۰۲۳ په اګست کې پراخ شو ترڅو د کولمبیا، ال سلواډور، ګواتیمالا او هاندوراس اتباع هم پکې شامل شي. دا پروګرام هغو خلکو ته چې په امریکا کې د خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره منل شوي وي، اجازه ورکوي چې په موقتي ډول امریکا ته راشي او دلته د دایمي اوسېدو د جواز ترلاسه کولو ته انتظار وباسي.

د مهاجرت مدافعین خبرداری ورکوي چې د دې پروګرامونو ځنډول کیدای شي د اوږدې مودې ناڅرګندتیا لامل شي.

په فلاډلفیا کې د مهاجرت وکیلې او د اوکراین افتخاري قونسلې ایرینا مزور امریکا غږ ته وویل چې له دې ځنډ سره سره د مهاجرت منل شوي قوانین په خپل ځای پاتې دي. هغې وویل: "د دې معنی دا ده چې شاید موږ د ټولو غوښتنلیکونو په پروسس کېدو کې د پام وړ ځنډ وګورو."

بل ګام څه دی؟

حکومت ندي ویلي چې د غوښتنلیکونو پروسس به کله بیرته پیل شي.

دا نده څرګنده چې غوښتنونکي به خپل غوښتنلیکونه له سره سپاري او که د هغوی د سپارل شويو غوښتنلیکونو پروسس به له سره پیل کیږي. د حکومت دغه اقدام ښايي د مهاجرینو د مدافع ټولنو له مخالفت سره مخامخ شي.

مزور وویل: "زه مطمینه یم چې په متحده ایالاتو کې د مهاجرت حقوقي ټولنه به لازم غبرګون وښيي."

ددې راپور لپاره د معلوماتو په برابرولو کې د امریکا غږ روسي او هسپانوي څانګو همکاري کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG