د لاس رسي وړ اتصالات

هالنډ د خپل یو سیاستوال د وژنې د هڅې له کبله دوه پاکستانیان محاکمه کړل


د هالنډ ښي اړخی اسلام ضد سیاستوال خیرت ویلدرز په محکمه کې د دوو پاکستاني اتباعو د محاکمې پر مهال.
د هالنډ ښي اړخی اسلام ضد سیاستوال خیرت ویلدرز په محکمه کې د دوو پاکستاني اتباعو د محاکمې پر مهال.

په هالنډ کې یوې عالي محکمې دوشنبې سپتمبر دوهمه (وږي ۱۲) دوه پاکستاني اتباع په دې تور غیابي محاکمه کړل چې په دغه هېواد کې یې د ښي اړخي اسلام ضد سیاستوال خیرت ویلدرز د وژلو لپاره خلک پارولي دي.

هالنډي څارنوالانو پر ۵۶ کلن مذهبي مشر محمد اشرف جلالي تور لګولی چې پر خپلو پلویانو یې غږ کړی چې ویلدرز ووژني او په "اخرت کې ثواب وګټي".

د سعد حسین رضوي په نوم یو بل کس چې د "تحریک لبیک پاکستان" د ګوند مشر دی، هم تورن دی چې خپل پلویان یې د ویلدرز وژلو ته هڅولي دي.

له دې وړاندې په هالنډ کې د ویلدرز وژنې ته د خلکو د پارولو په تور د پاکستان د کرکټ لوبغاړی خالد لطیف په غیابي محکمې کې په ۱۲ کاله بند محکوم شوی و.

د هالنډ لویې څارنوالۍ وویل چې دغو "دواړه کسانو د غونډو په ترڅ کې او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د ویډیويي او لیکلي پیغامونو له لارې" خپل پلویان د ویلدرز وژلو ته هڅولي دي.

دا کسان د پایتخت امستردام شیپخول هوايي ډګر ته څېرمه یوې محکمې کې محاکمه شوي چې کلک امنیت یې نیول شوی و.

هالنډي چارواکو له اسلام اباد څخه مرسته غوښتنې چې تورن کسان محاکمې ته حاضر کړي. خو د دواړو هېوادونه په حقوقي چارو کې د دوه اړخیزو همکاریو تړون نلري.

ویلدز وویل: "دې قضیې پر ما او زما پر کورنۍ ژور اغیز کړی دی... زه له محکمې غواړم چې داسې قوي پیغام ورکړي چې پدې هېواد کې د فتوا ورکول د منلو وړ نده."

د تیر کال په سپتمبر کې د پاکستان د کرکټ لوبغاړی خالد لطیف وروسته له هغه د ویلدرز د وژنې د هڅولو په تور په ۱۲ کاله زندان محکوم شو چې دغه هالنډي سیاستوال د اسلام د پیغمبر د کارتون رسمولو د یوې سیالۍ جوړولو تابیا وکړه.

ویلدرز په پاکستان کې د پراخو مظاهرو د کېدو او د مرګ د ګواښونو ترلاسه کولو وروسته د کارتون رسمولو سیالي لغوه کړه. حکومتي ځواکونه د ۲۰۰۴ راهیسې د هغه امنیت ساتي.

د ویلدرز پر دغه اقدام باندې په هالنډ کې هم پراخې نیوکې شوې او د مسلمانانو د پارولو هڅه بلل شوې ده.

هغه محکمې ته د اسلام د پیغمبر د کارتون رسمولو د سیالۍ جوړولو د پلان په اړه وویل: "دا د منلو وړ نده چې څوک په داسې هېوادونو کې د بیان ازادي ونلري چې هلته دا کار جواز لري."

د "تحریک لبیک پاکستان" مذهبي ډله د "توهین رسالت" په خلاف د پراخو مظاهرو د تنظیمولو له کبله شهرت لري.

په ۲۰۲۰ کې د فرانسې د چارلي ابدو په طنزي مجله کې د اسلام پیغمبر ته د منسوبو شویو کارتونونو د بیا خپرېدو پر ضد ددغه ډلې لخوا په تنظیم شویو مظاهرو کې په لسګونو زرو کسانو ګډون کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG