د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا کې ځانمرګي په یو روغتون کی ځان الوزولی دی


د ګردیز د چاودنې ټپی روغتون ته لیږدول کیږي
د ګردیز د چاودنې ټپی روغتون ته لیږدول کیږي
د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ د سهار له خوا د ګرديز په ملکي روغتون کې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي خپل له چاودېدونکو موادو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه او ووژل شو.

د پکتيا امنيې قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل امریکاغږ ته وويل چې دا هغه ټپي بريد کونکی و چې غوښتل يې د ګرديز په ښار کې ځانوژونکې حمله وکړي، خو د پوليسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته وویشتل شو او ټپي شو.

هغه وايي دغه کس پوليسو د درملنې په موخه روغتون ته ور وړی و چې په روغتون کې ېې د درملنې په وخت کې یې په ځان پوري چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړ.

مل پاسوال اوریاخیل زیاته کړه چې يوه ډاکټر له هغه سره له چاودېدونکو موادو ډک واسکټ لېدلی و او په منډه له کوټې څخه ووتی. قوماندان اورياخېل وايي چې په دې پېښه کې يوازې بريد کوونکی وژل شوی او بل چاته زيان ندی رسېدلی.

د بريد کوونکي لارۍ موټر چې شاوخوا پنځوس ټنه چاودېدونکو مواد په کښي ځای په ځای شوي دي، پوليسو نيولی او ښايي چاودنه ورکړي.

د يو بل خبر له مخې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست ښار په غله منډيي کې د يوه ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله يو ملي پوليس وژل شوی او يو تن ملکي وګړی ټپی شوی دی. تر اوسه د دغو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG