د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې – روغتیایي مسؤولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د نورستان ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې، او اوس خلک په لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي.

نورستان ولایت کې د پولیو ضد مبارزې چارې په سمه توګه روانې دي، او اوس واکسیناتوران کولای شي ټولو لیرو پرتو سیمو ته ځانونه ورسوي، او پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، نورستان کي د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ګټور تمام شوي، او له امله یې د واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی.

د نورستان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر امیرالله اقبالي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”نورستان کې اوس امنیت ټینګ شوی او لیرې پرتو سیمو ته د تګ کومه ستونزه نشته. موږ کافی اندازه ګرځنده ټیمونه په واک کې لرو، او هیڅ سیمه له واکسین څخه نه پاتې کیږي.“

د نوموړي په وینا، پخوا په نورستان ولایت کې د ناامنیو، روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د واکسیناسیون د ګرځنده ټیمونو د نه شتون له امله، ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، چې اوس تر ډیره بریده دغه ستونزې حل شوي.

ښاغلي اقبالي زیاته کړه: ”موږ د واکسیناتورانو، قومي مشرانو، شوراګانو او دیني عالمانو په همغږي او همکاري، خلک وهڅول چې خپل ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو ضد کمپاینونه غوره لاسته راوړنې ولري، او پدې توګه د پولیو د بشپړ له منځه وړلو لپاره زمینه برابره شي.“

نوموړی په خلکو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو روغتیا او واکسینونو ته دې جدې پاملرنه وکړي، شخصي او محیطي حفظ الصحه دې په پام کې ولري، او په کمپاینونو کې دې له واکسیناتورانو سره هر اړخیزه همکاري وکړي، تر څو هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG