د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن پرلت څخه د پاکستان د قانون د ساتنې د تحریک ملاتړ


په چمن کې د ځای سوداګرو دغه احتجاجي پرلت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې پیل شوې چې لا هم دوام لري.
په چمن کې د ځای سوداګرو دغه احتجاجي پرلت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې پیل شوې چې لا هم دوام لري.

د بلوچستان په چمن ښار کې د ځايي سوداګرو او لغړیو (پنډیانو، ګنډي مار) اتحاديې له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې د روان پرلت په ملاتړ د شپږو سیاسي ګوندونو اتحاديې تحفظ آيین پاکستان د مۍ پر ۲۱مه نېټه کاربندیز اعلان کړی و، دغه رنګ د موټرو اتحاديې هم د موټرو نه چلولو اعلان کړی و.

دوی وايي، د چمن پرلتوالو ملاتړ يې ځکه اعلان کړی چې د هغوی غوښتنې قانوني دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د قانون د ساتنې تحریک (تحریک تحفظ آيين پاکستان) ایالتي غړي نصیر ننګیال له امریکا غږ سره په خبرو کۍ، په چمن کۍ د پاسپورټ او د ځینو نورو بندیزونو پرضد روان پرلت د نړۍ د تاریخ تر ټولو لوی احتجاج وباله.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان د قانون د ساتنې (پاکستان تحریک تحفظ ايين) له څومیاشتو راهیسې د چمن پرلت ملاتړ اعلان کړی او د دوی د غوښتنو په حق کې يې جلسې او غونډې هم کړي دي.

ښاغلي ننګیال زیاته کړه چې د بلوچستان ایالت په جنوبي پښتونخوا او بلوڅ سیمو کې چې کومې هم لارې وې، هغه د مۍ پر ۲۰مه نېټه تړل شوې وې په هغه کې د کوټې تفتان لاره چې د ایران تر پولې ځي او دا رنګ له کوټې تر کراچۍ لار او له کوټې د سیند ایالت تر سکر پورې لار، د سېوۍ پر مقام او له کوټې څخه د ملتان د بورې له لارې او د اسلام اباد د ډېره اسماعېل خان او د ژوب ترمینځ ټولې لارې تړل شوې وې او د هر ډول موټرو کاربندیز و.

هغه وویل: "موږ به د پرلتوالو د غوښتنو پوره کېدو پورې موږ د هغوی ملاتړ کوو او له دوی سره به ولاړ یو چې دوی ته د افغانستان او پاکستان ترمینځ بې د پاسپورټ او ویزې له شرطه د سوداګرۍ اجازه ورکړل شي. “

د بلوچستان د لاریو د اتحاديې یو مخکښ غړي او ډرایور حاجي خان محمد امریکا غږ ته وویل چې، ”موږ به له دې پرلتوالو سره ولاړ یو ځکه چې دا ټول پرلت وال غریبان دي او یوازې له پاکستانه تر افغانستانه او له افغانستانه تر پاکستانه واړه واړه توکي او ګنډې وړي راوړي او د خپلو بچیانو لپاره ګوله ډوډۍ ګټي. “

د پرلت ګډونوال غوث الله امریکا غږ ته وویل، نېږدې اته میاشتې کېږي چې د کوژک په سیمه کې په سړک په پرلت ناست یو او یوازې دا غوښتنه کوو چې موږ ته دې د سوداګرۍ اجازت راکړي او د خپلو بچیو لپاره حلاله ډوډۍ وګټو. “

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو شنونکي فخرکاکاخېل امریکا غږ ته وویل، د «پاکستان حکومت چې له افغانستان سره د ټرانزټ سوداګرۍ په اړه کوم دریځ لرلی، او موږ ته به يې ویل نو په دې کې ستونزه دا ده چې د افغانستان په نوم د پنجاب او یو ځای او بل ځای صنعت کارانو به خام مال راوړو او بیا به يې تر پولې پورې راوړل او بیا به يې ورته د افغانستان کاغذونه جوړول او دا رنګ به يې خپل مال د ماليې نه ژغورلو.»

هغه زیاتوي چې: «او خام مال په ګڼو شکلونو کې دی چې د یوشمېر هېوادونو څخه به راتلو نو له دې وروستو بیا په سوداګرو بندېزونه شروع شو او سختۍ شروع شوې او که څه هم د دواړو هیوادونو ترمېنځه د سوداګرۍ په اړه هوکړې هم شوي خو بل اړخته د دواړو هیوادونو ترمېنځه اړیکې هم ښې نه دی او بې باوري زیاته ده او د دې تاوان ټول ولس او دې وړو سوداګرو ته رسي نو که چیرې اړیکې ښې شوې او په سنجیدګۍ سره دواړو خواوي کېناستل نو دا وړې وړې ستونزې هوارېدای شي او تاسو وګورئ چې کله هم د دواړو هېوادونو ترمینځ سیاسي کړکېچ پیدا شي نو زور يې دغه وړو سوداګرو ته ورکړل شي او دا رنګ ولس په وړاندې هم د پولو دروازې وتړل شي.»

په چمن کې د ځای سوداګرو دغه احتجاجي پرلت د کال ۲-۲۲ د اکتوبر له میاشتې پیل شوې چې لا هم دوام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG