د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو له باجوه سره د افغانستان د کړکیچ پر سیاسي حل خبرې کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د کړکیکچ د سیاسي حل لارې په هکله په تیلفون کې خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نیورت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ښاغلي پمپیو د جنرال باجوه سره د پاکستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په لارو چارو، په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې په ضرورت او په جنوبي اسیا کې د ټولو یاغي او ترهگرو ډلو پر ضد پرته له توپیره مبارزه کولو په اهمیت خبرې کړې دي.

دا خبرې د پنځشنبې په شپه (جون۷) شوې دي.

پاکستان په ٢٠١٥ کې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د لومړنیو مستقیمو خبرو کوربه و، خو دا خبرې هغه وخت پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدې چې کابل د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرگ اعلان خپور کړ.

واشنگټن په وار وار د افغانستان د سولې په لرلید خبرې کړي دي او پاکستان ویلي دي چې د خپل گاونډي هیواد افغانستان د ثبات لپاره به هڅه وکړي.

له بلې خوا ښاغلی پمپیو پداسې حال کې د پاکستان د پوځي لوپوړي چارواکي سره خبرې کوي چې دواړه هیوادنه د خپلو خرابو اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.

د پاکستان او امریکا اړیکې هغه وخت نورې هم خرابې شوې چې د می په ١١ واشنگټن پاکستاني دیپلوماتان پرته له اجازې د سفارت له ودانۍ نه ۴٠ کیلومتره لرې سفر کولو نه منع کړل. پاکستان هم په غبرگون کې ورته اقدامات وکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خرم دستگیر خان څو ورځې مخکې د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل " مونږ داسې یو حالت ته رسیدلي یو چې یواځې مشخصه دیپلوماتیکه مکالمه سره لرو. په اسلام اباد کې د امریکا سفیر وزارت ته راځي او له مونږ سره خبرې کوي او په واشنگټن کې زمونږ سفیر د خبرو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ته ځي. خو په حقیقت کې سره مکالمه نه لرو او دواړوه هیوادونه له یو بل سره خبرې نلري".

امریکا غواړي اسلام آباد د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو سره خپلې اړیکې وشلوي چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو باندې حملې کوي. اسلام آباد ټول هغه تورونه ردوي چې وایي دې هیواد ترهگرو ته پناه ورکړې او د سخت دریځو ملاتړ کوي. پاکستان وایي دا د امریکا "د فشار تکتیک" دی چې غواړي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ناکامي د پاکستان په غاړه واچوي.

XS
SM
MD
LG