د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال افغانستان کې په 'بیساري ډول زیات کوکنار' کرل شوي


ویل کیږي چې سږکال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي
ویل کیږي چې سږکال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي

کابل د مخدره موادو ضد د سیمې د هیوادونو د کنفرانس کوربه دی، خو سږکال افغانستان کې د تېرکال په پرتله ۶۴ فیصده زیات کوکنار کرل شوي.

یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ اشنا ته ویلي، چې سږکال په افغانستان کې د مخدره موادو د کر او تولید په بېسارې توګه لوړ شوی دی.

هغه وویل د اټکل له مخې سږ لمریز کال په افغانستان کې پر ۳۴۰زره هکتاره ځمکه د کوکنارو کر شوی و، چې د تېر کال په پرتله ۶۴ فیصده زیات دی، تیرکال په افغانستان کې پر ۲۰۱زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

سرچینه وايي د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي، چې ډیره برخه یې په ناامنه ولایت هلمند کې کرل شوي وو. سږکال د اپینو تولید هم د تیر کال په پرتله زیات و او څه باندې ۱۰۰۰۰ ټنه اپین له کوکنارو څخه حاصل اخیستل شوی دی.

تیر کال په افغانستان کې د اپینو د تولید کچه ۴۷۰۰ ټنو ته رسیدله. سرچینې ټینګار وکړ، یادې شمیرې وروستۍ نه دي او لا هم په دې برخه کې پر یوې سروې کار دوام لري، چې جزئيات به یې تر راتلونکې یوې اونۍ په ډاګه شي.

د سیمه‌ ییزو همکاریو پراختیا غونډه

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سیمې د دولسو هیوادونو استازو او د مخدره موادو د کارپوهانو دوه ورځنی کنفرانس جوړ کړ، چې په کې په سیمه‌ییزه کچه له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د هیوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وشو.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، د افغانستان په ګډون د سیمې هیوادونه د مخدره موادو د ستونزې لومړني قُربانیان دي، چې پر وینا یې د دغې پدیدې پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

هغې وویل "د مخدره موادو له قاچاق او ترانزیت څخه مخنیوی، د ګاونډیانو او د سیمې د هیوادونو ګډ مسولیت دی، نو د ګاونډیو هیوادونو د ګډو پلانونو جوړول، غونډې، د ستونزو معلومول او د لارو چارو موندل، د اغیزمنې مبارزې یوځینۍ لاره ده".

د دغه وزارت د چارواکو پر وینا افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې پر یوې سیمه‌ییزې ستراتیژۍ باندې په جدي ډول کار کوي او د سیمې د هیوادونو د استازو او کارپوهانو څیړنو او د دغه دوه ورځني کنفرانس نتایجو ته به په دې ستراتیژۍ کې ځای ورکړي.

ټاکل شوې چې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې د قانون د تنفیذ، معیشت بدیل او د مخدره موادو د تقاضا د کچې د راټیټولو په برخو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ پر زیاتوالي او پیاوړتیا خبرې وشي او دغه راز د سیمې او نړۍ سازمانونه او بنسټونه به وهڅول شي، چې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې پراخ ګډون وکړي.

په دغه کنفرانس کې د ایران، چین، روسیه، هند، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو استازي او کارپوهان ګډون کوي. افغانستان تمه لري چې له مخدره موادو سره د ګډې او اغیزمنې مبارزې لپاره د دغو کارپوهانو له تجربو او څیړنو څخه په استفادې، یوه سیمه‌ییزه ستراتیژي جوړه کړي.

په دغې ستراتیژۍ کې زیات پام د سیمې په کچه د مخدره موادو د قاچاق او ترانزیت مخنیوي ته اړول شوی او همدا شان په کور دننه د کوکنارو د کروندو او په نړیواله کچه د مخدره موادو د مارکیټ له منځه وړل نور هغه موارد دي، چې په دغې ستراتیژۍ کې ورباندې ټینګار شوی دی.

XS
SM
MD
LG