د لاس رسي وړ اتصالات

غني: هیڅوک نه شي کولای چې له ځانه قاضي جوړ کړي


افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته د فرخندې د پېښې د جدي څیړلو لارښوونه کړې ده.
افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته د فرخندې د پېښې د جدي څیړلو لارښوونه کړې ده.

افغان ولسمشر د کورنیو چارو وزارت ته د هغې پېښې د جدي څیړلو لارښوونه کړې چې تیره ورځ مازدیګر مهال د کابل ښار په شاه دو شمشیره سیمه کې یوې قهریدلې ډلې یوه میرمن لومړی په وهلو ووژله او بیا یې ورته اور ورته کړ.

له ارګ څخه په خپور شوي یو بیان کې د دې پېښې په کلکه غندنه شوې او ویل شوي، له هغو کسانو سره به جدي چلند وشي چې د قانون له چوکاټ څخه بهر په خپل سر د تاوتریخوالي او تشدد عملونه ترسره کوي.

د ارګ په بیان کې راغلي " هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر له ځانه قاضي جوړ کړي او هغه هم د خشونت له لارې په فجیع ډول وګړو ته سزا ورکړي. په خپل سر محاکمه جوړول او په خپله خوښه خلکو ته جزا ورکول د شریعت او اسلامي عدالت خلاف عمل دی."

د پنجشنبې په ورځ د کابل یو شمیر اوسیدونکو د شاه دو شمشیرې په زیارت کې یو میرمن په دې تور چې ګواکې قرآن شریف یې سوزولی دی، د سوکانو، لغتو، کاڼو او لرګیو په ګوزارونو ووژله او بیا یې وسوزوله.

بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس د جمعمې په ورځ د کابل د وزیر اکبرخان په سیمه کې د نوي کال په مناسبت د نیالګیو د ایښودلو په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل "پېښه چې پرون شوې تیره شپه هم د ملي امنیت په شورا کې ورباندې خبرې وشوې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي".

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغې ښځې چې په سیمه ایزو رسنیو کې یې نوم فرخنده یاد شوی، د وژلو په تور یې شپږ تنه نیولي او پولیس د نورو د نیولو په هڅو بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل پولیسو ته دنده سپارل شوی چې د پېښې څرنګوالی معلوم کړي او په دې اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي.

ښاغلي صدیقي وویل "هغه معلومات چې خلکو له پولیسو سره شریک کړي دي، هغه (وژل شوې ښځه) تورنه وه چې ګواکې دا کار یې کړی خو دا به تحقیقاتو کې معلوم شي چې پيښه څنګه رامنځ ته شوې ده او څنګه خلک په دې پېښه کې دخیل شوي، چې په نتیجه کې دې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی، دا ټول د هغه تحقیقات جزئیات دي چې پولیس به یې ترسره کړي او بیا به په ډاګه شي."

یو شمیر سیمه ایزو رسنیو د وژل شوې میرمنې د کورنۍ د غړو له قوله ویلي چې فرخنده ۲۷ کلنه وه او له شپاړسو کلونو راهیسې له عصبي ناروغیو زوریدله.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې میرمنې د وژنې موضوع په پراخه کچه تر بحث لاندې راغلې ده.

زیات شمیر افغانانو د وژل شوې میرمنې هغه ویډیو ګانې او انځورونه په فیسبوک خپرې کړې دي چې د پېښې پر مهال ترې اخیستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې دا ویډیوګانې هم د یو سند په توګه د پولیسو سره مرسته کوي چې د پیښې عاملین او څرنګولی معلوم کړي.

هغه وویل "هغه عکسونه او ویډیوګانې چې په اجتماعي شبکو کې نشر شوي هغه به په دې تحقیقاتو کې شامل شي، دغه ټول مسائل راپورونه عکسونه به د تحقیقاتو جز وي او پولیس به خپل کار کوي تر څو دا روښانه شي".

د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر کاروونکو افغان امنیتي ارګانونه د دغې میرمنې په ژغورلو کې د پاتې راتللو له امله ګرم ګڼلي دي او هم یې دا وژنه په دې غندلې چې څو تنو قانون په لاس کې اخیستی او مخکې له دې چې محکمه پریکړه وکړي دا ښځه یې په ډیره بې رحمۍ وژلې او بیا یې ورته اور اچولی دی.

د دې پېښې په اړه په فیسبوک کې خلک بیلابیل نظرونه لري، ځینې په دې باور دي چې د دې میرمنې وژل او بیا سوزول له اسلامي اصولو او قوانینو سرغړونه شمیرل کیږي او د پیښې عامیلینو ته یې د سزا غوښتنه کړې ده.

دوی وايي چې د هر ډول غیر قانونوي عمل د څیړنو لپاره په افغانستان کې پولیس، څارنوالۍ او محاکم شته دي، لومړی باید دا پېښې د قانون په رڼا کې وڅیړل شي او د درې ګونو محکمو د پریکړې له مخې عمل وشي، خود دې میرمنې وژونکو له قانون څخه سرغړونه کړې چې باید تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیول شي.

ځینې نورو بیا د دې میرمنې وژنه سم عمل ګڼلې او ویلي دي څوک چې قرآن شریف سوزوي باید ووژل شي.

خو نن د کابل د جمعې د لمانځه په وخت لږ تر لږه په یو جومات کې لمونځ کوونکو له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې په دې پېښه کې نیول شوي شپږ تنه بیرته خوشې کړي.

په دې اړه مو وغوښتل چې د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون نظر هم وپوښتو خو له پر له پسې اړیکو وروسته بیا هم بریالی نشو.

XS
SM
MD
LG