د کندهار ولایتي چارواکي وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د خپل ننني سفر پرمهال د قومي مشرانو او حکومتي چارواکو سره گوري او همداشان د کندهار په هوايي ډګر کې په یوه غونډه کې گډون کوي چې د امریکا د پوځ له خوا افغان هوايي ځواکونو ته د بلک هاک هلیکوپټرو د لومړۍ جوپې د سپارلو په مناسبت جوړیږي.
د کندهار ولایتي چارواکي وايي چې جمهور رئیس غني په کندهار کې د افغانستان د زارعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې د دغه پوهنتون استادانو محصلینو او د خلکو د استازو یوې غونډې ته وینا وکړه.
د زراعتي علومو او تکنالوجۍ په ملي پوهنتون کې د دې پوهنتون او د کندهار پوهنتون استادانو او محصلینو خپلي ستونزي له جمهور رئیس غني سره د غونډې پر مهال شریکې کړې.
جمهور رئیس غني په خپلو خبرو کې وويل چې د هېواد په تحصیلي نظام کې په واضح ډول ستونزې موجودې دي.
هغه وویل چې په راتلونکې اونۍ کې به د بشري منابع عالي شورا جوړه شي او د هېواد پر تعلیمي او تحصیلي ستونزو به په دوامداره توګه په دغه شورا کې غور کیږي.
د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون ودانۍ د دامان ولسوالۍ کې د کندهار هوايي ډګر ترڅنګ د ترنک زراعتي فارم سره نږدې موقعیت لري.
کندهار ته د جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د سرحدونو او قومونو د چارو سرپرست وزیر ګل اغا شیرزی، د بهرنیو چارو سیاسي معین حکمت خلیل کرزی او د افغان حکومت یو شمیر نور چارواکي ملګرتیا کوي.
د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د دغه پوهنتون د استادانو او محصلینو سربیره د کندهار ولایت زیات شمیر مخور او قومي مشران هم بلل شوي وو.
ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن هم په دې مراسمو کې د ګډون سربیره د غونډې برخه والو ته وینا وکړي.