د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د برازیل له ولسمشر سره په ونزویلا خبري وکړې


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ( مارچ په ۱۹ مه ) د برازیل له جمهور رئیس خاور بولسنارو سره په تجارتي روابطو سربیره د ونزویلا په اړه هم خبري وکړې.

په دې ملاقات کې پر تجارتي روابطو سربیره له واک څخه د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولای مادرو د ګوښه کیدو په اړه د نړیوالو هڅو سره د برازیل د همکارۍ په اړه هم خبري وشوې.

برازیل هم د امریکا په شان د ملي اسمبلۍ مشر هوان ګوائیډو د ونزویلا د لنډمهاله ولسمشر په توګه منلی او ویلي یې دي د تیر کال ټاکنې چې له مخې یې مادورو بیا د ونزویلا ولسمشر وټاکل شو، نامشروع دي.

امریکايي مقامات وايي برازیل کولای شي د هوان ګوائیدو سره د روابطو په اساس په ونزویلا کې د ملکي وګړو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

په نیکولاس مادورو په داخلي فشارونو سربیره نړیوال فشارونه مخ په زیاتیدو دي او په امریکا کې د دریو دیپلوماتیکو ادارو کنټرول د هوان ګوائیډو پلویانو ته ورکړل شو.

د ونزویلا د دفاع وزارت د نماینده ګۍ ودانۍ او په نیویارک کې د هغه هیواد د قونسلګري ودانۍ مخالف لوري ته ورکړل شوي دي.

په امریکا کې د ونزویلا د حکومت د مخالف سیاسي مشر استازی کارلوس وکي یو وايي هیله من دی چې په راتلونکو ورځو کې په واشنګټن کې د ونزویلا د سفارت کنټرول هم ترلاسه کړي.

په امریکا کې د هوان ګوائیډو استازي کارلوس وکي یو وویل :" موږ په تدریجي ډول په ونزویلا او له ونزویلا نه بهر کنټرول ترلاسه کوو. خو په یاد ولرئ چې موږ په ونزویلا کې د داسې بدلونونو د راتګ شاهدان یو چې بیرته شاه ته نشي ستنیدلای.اکثریت ونزویلایان د یوه بدلون غوښتونکي دي. "

نیکولاس مدورو چې هوان ګوایډو د امریکا یو لاسپوڅی ګڼي غواړې د یوې کودتا له لارې هغه لري کړي.

نوموړي وروسته له هغه له واشنګټن سره روابط وشلول او خپل کارمندان یې بیرته کاراکاس ته راوبلل چې ګوایډو یې په رسمیت وپیژانده.

په واشنګټن کې د ونزویلا استازی وايي د ۵۵ مامورانو څخه ۱۲ پریکړه کړې چې واشنګټن کې پاتې شي او د ګوایدو ملا وتړي.

تر اوسه د ونزویلا د مالوماتو وزارت د مخالف لوري له خوا په واشنګټن کې د سیاسي دفاترو د کنټرول د ترلاسه کیدو په اړه څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG